دويزي اقسام\ډولونه او اړوند شرطونه:
١:اساسي غوښتني\شرطونه(Basic Requirement )
الف:عارض بايد په پوره او صادقانه ډول سره دويزي فورمه ډکه )خانه پوري( کړي، که چيرته عارض جعلي معلومات او يا په پوره ډول فورمه ډکه نکړي عريضه (Application) يي د منلو وړ نه ده.
ب: عارض بايد ٢ قطعه رنگه عکسونه او د پاسپورت کاپي جمع کړي، دپاسپورت د ختميدلو موده يي بايد لږ تر لږه شپږ ٦ مياشتي پاتي او دويزي لپاره ٢ سپيني صفحي ولري.
ت: عارض بايد دويزي لپاره اسناد خپله جمع کړي دپوسټ له الري دمنلو وړ نه ده
ث: بهرنيان مستثنى له هغو ديپلوماتانو کوم چي په افغانستان کي کار کوي ( کوم چي کار کوي په افغانستان کي بايد له خپلو کمپنيو او دفترونو معرفي خط\سند، داعتبار وړ ويزه، دافغانستان دکار له وزارت څخه دکار جواز او د دطياري د ټکټ او هوټل ريزرويشن
ج: سفارت شايد د نورو اسنادو غوښتنه هم وکړي
1. ويزه خدمت\سياسي Diplomatic/Service Visa
دافغانستان د بهرنيوچارو وزارت، سفارتونه، قونسلگيري او يا نړيوالي اداري چي په افغانستان کي موجودي دي او يا د چين دحکومت او يا کومي اداري لخوا دعوت نامه
2. Family Visa
د چين د اتباعو دکورنيو لپاره سفري ويزي کوم چي د چين دايمي اوسيدونکي دي
الف: دعوت نامه دچين داوسيدونکو او يا هغه بهرنی اتباع چي په چين کي ددايمي اوسيدلو جواز لري
. ب: دکورني داړيکو ثبوت ت: دچيني دعوت نامی راليږونکي شخص دتذکيري کاپي او يا دهغي بهرنی تبعه د پاسپورت او دايمي اوسيدلو جواز
ث: دطياري ريزيرف ټکټ
3. Visit Visa سفري ويزه
دهغو بهرني اتباعو لپاره چي په چين هيواد کي دکار، تحصيل او يا کوم بل مقصد لپاره په چين کي وي
الف: دعوت نامه دکورني لخوا چي په چين کي ميشت وي ب: دکورني داړيکو ثبوت ت: ددعوت نامي راليږونکي شخص د پاسپورت او دايمي اوسيدلو جواز کاپي ث: دطياري دټکټ ريزيرف
4. M Visa(Business Visa ويزه تجارتي
دلومړي ځل لپاره عارض بايد الندي اسناد تکميل کړي الف: اصلي دعوت نامه چي دچين دحکومت، کمپني، او يا ټولنيزي اداري لخوا صادر شوي او د چين د وزارت خارجي لخوا تايد شوي وي ب: دتجارتي اليسنس اصلي او کاپي ت: د جينايي جرم د کليرنس سند چي دافغانستان دبهرنيوچارو دوزارت لخوا تايد او انگليسي ترجمه شوي وي ث: هغه عارض چي په تيرو ٥ کلونو کي چين ته سفر کړي وي پورته توکي په عمومي توگه شرط دي
5. غيري انتفاعې سفر ويزه Non Profit Visa
اصلي دعوت نامه چي د چين د حکومت، کمپني او يا ټولنيزي اداري لخوا صادر او د چين دبهرنيو چارو د وزارت لخوا تايد شوي وي
6. د کار ويزه Visa Work
دکار کولو اصلي ليسنس او کاپي يي، چي د چين د منابع بشري او ټولنيز امنيت وزارت لخوا صادر شوي وي، اصلي دکار د راجسټر سند او د هغو بهرنيو کارپوهانو د کار کولو جواز کوم چي د چين د بهرنيو کارپوهانو ددولت دفتر لخوا صادر شوي وي ب: د چين د تجارتي اليسنس اصلي او کاپي ت: اصلي او کاپي د چين د اداري کوډ ث: دصحت طيبي سند اصلي او کاپي کوم چي د چين او يا افغان شفاخاني لخوا صادر شوي وي
7. Study Visa تحصيلي ويزه
دچين د پوهنتون او يا کالج لخوا دداخلي دعوت نامه
ب: د تحصيلي ويزي فورمه اصلي او کاپي يي )jw201 )او يا jw202 فورمه چي د چين د وزارت معارف لخوا صادر شوي وي
ت: دصحي سند اصلي او کاپي چي دافغان شفاخاني لخوا صادر شوي وي
ث: د بانکي حسابداري ثبوت کلني حساب يي ٢٥٢٢ امريکايي ډالر وي کوم چي د فيس او اوسيدلو مصرف به پوره کوي
8. د خبیریال ويزه Visa Journalist
دويزي د خبرتيا سند چي د چين د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتي ديپارتمنت لخوا صادر شوي وی او يا په چين کي د کومي بلي اداري لخوا چي خبلاير ورسره کار کوي
نوټ: ددغو اسنادو موجديت دويزي د صادرولي ضمانت نه ورکوي