Home > Embassy News
د روان کال په پیل کې د چین اقتصاد ښه والی ښیي او د نړيوال اقتصاد د بنسټ ډبره بلل کيږي
2021-05-28 23:50

په افغانستان کې د چین لوی سفیر وانګ یو

د چین د احصایيې ملي اداره وايي، چې د دې هيواد اقتصاد د 2021 م کال په لومړۍ ربعې کې په لوړه کچه وده کړې او د کورنيو تولیداتو عمومي ارزښت يې څلورویشت زره نهه سوه یو دیرش (249310) ميلیارډه يوانو او ناخالص تولید يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله 18.3 سلنه او د تېر کال د څلورمې ربعې په پرتله 0.6 سلنه زیاتوالی ښيي. چین د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی او هڅه کوي، چې د خلکو ژوند او روغتیا وساتي او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ يې سره یوځای کړي او یو لړ قانوني، ساینسي او منظم اقدامات یې نیولي دي، نو ځکه يې کورني اقتصاد ثابت، پیاوړی او دوامداره پرمختګ ساتلی دی. د چين اقتصادي وضعیت د روان کال په لومړۍ ربعې کې ښه روان و او د دغه هيواد اقتصاد د نړیوال اقتصاد د بیا سمسورتیا بنسټیزه ډبره بلل کیږي.

د 2021 په لومړۍ ربعې کې د چین د اقتصادي پرمختګ ځلاند ټکي .

يو، د چين بازار باور او توقعات د پام وړ ښه شوي. د ۲۰۲۱م کال په مارچ کې د چين د تولید مدیر پېرود شاخص 51.9 سلنه و، چې د تېرې فېبرورۍ په پرتله 1.3 سلنه لوړ و او د غیر تولید سوداګریز فعالیت شاخص يې 56.3 سلنه ښودل شوی، چې دا هم د فېبرورۍ په پرتله 4.9 سلنه لوړوالی ښيي. دوه، د چين د بازار ځواک په مؤثره توګه هڅول کيږي. د 2021 کال په لومړۍ ربعې کې د چين په بازار کې د مالیې پورې معاملاتو دوه اعشاريه اوه سوه او دوه نوي ( 2.792) ميلیونه نوي شرکتونه جوړ شوي، چې 86 سلنه ډېروالی ښيي. درې، د چين د پانګونې او لګښت ثابتوالی بیا عادي شوی. د روان کال په لومړۍ ربعې کې د چين ثابته پانګونه 25.6 سلنه زیاته شوې او د مصرفي توکو پرچون يې 33.9 سلنه لوړ شوی دی. څلور، د چين په بهرني تجارت او پانګونې کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. د روان کال په لومړۍ ربعې کې د ژن مین بي په شمېرنې د مالونو د صادراتو او وارداتو ارزښت په جلا جلا توګه 38.7 سلنه او 19.3سلنه زیات شوی او د بهرنيو پانګو کارول يې 39.9 سلنه لوړ شوي دي. پېنځه، د چين صنعتي تولید ګړندۍ وده کړې. د ۲۰۲۰م کال په لومړۍ ربعې کې د لویو صنعتي تصدیو اضافي ارزښت 24.5 سلنه لوړ شوی، د صنعتي برېښنا مصرف يې 23.9 سلنه او د ریل پټلۍ د مالونو لیږد رالیږد حجم يې 13.9 سلنه لوړ شوی دی. له دغو شمېرو ښکاري، چې له 2013 کال راهیسې د چين د صنعتي ظرفیت کارولو کچه ترټولو لوړه ده. شپږ، د چين د نوې متحرکې انرژۍ د پرمختګ سرعت ښه روان دی. د روان کال په لومړۍ ربعې کې د چين د لوړ ټیک تولید اضافي ارزښت 31.2 سلنه زیات شوی دی. اوه، د چين د خلکو ژوند ثابت پرمختګ موندلی. د روان کال په لومړۍ ربعې کې د ملکي وګړو منځني عایدات 13.7سلنه زیات شوي، په دغه هیواد کې د ښې او پاکې هوا د ورځو تناسب 80.9 سلنه ښودل شوی او د چين په منځنیو او لویو ښارونو کې په هوا کې د کوچنيو ذراتو اوسط غلظت 2.2 سلنه ټیټ شوی دی.

د چین اقتصاد اوس عموماً د بیا تازه کیدو په حال کې دی، نو د دغه هيواد حکومت غواړي، چې په ځينو برخو کې هر اړخيزې چارې ترسره کړي، چې ځيني يې دلته راخلم. ۱ـ د چين حکومت په پام کې لري، چې د شرکتونو لپاره تلپاتې اسانتیاوې برابرې کړي. د چين حکومت به د لازیاتو عادلانه او خیریه تګلارو له لارې په بازار کې له شرکتونو څخه ملاتړ پیاوړی کړي، د خلکو له خوا د لارو چارو د ایجاد او نوښت لپاره به هڅې وکړي، د کوچنيو شرکتونو لپاره به د مالیې او فیس کمولو تګلارو ته وده ورکړي او د مالیاتو کمولو نوي جوړښتي تدبیرونه به پلی کړي. ۲ـ چين به د عادلانه سیالیو لپاره د سوداګرۍ چاپیریال ښه کړي. چين به د ښې حکومتوالۍ لپاره اصلاحات پرمخ بوزي، د شرکتونو او تصدیو د منظورۍ په پروسه کې به اړوندې مرحلې، توکي او لګښت کم کړي، د کارونو د بهیر او وخت څارنه به پیاوړې کړي، په ځینو سیمو کې به د سوداګرۍ ارزونه ترسره او په لوړ معیار سره به د بازاري سیستم عملي پلان وړاندې کړي، او د پلیټ فارم اقتصاد په برخه کې به د انحصار ضد لارښوونې خپرې کړي او د فاکتور په بازاري تخصیص کې به اړوندو اصلاحاتو ته پرمختګ ورکړي. ۳ـ چين به په لوړې سویې سره ورخلاصون وهڅوو.د چين حکومت وايي، چې د بهرني تجارت او پانګونې په برخه کې به یو لړ ملاتړ کوونکي تګلارې پلې کړي، د بهرني تجارت او پانګونې عمومي حالت به ښه او ټینګ وساتي، د ازاد تجارت د ازمویښتي سیمو ابادي به پرمخ بوزي، د های نان د ازادې سوداګرۍ د بندر ابادي به چټکه کړي، چې اوس مهال يې ابتدایي نتیجې ترلاسه شوي او د (RCEP) تړون د پلي کولو لپاره چمتوالی نیسي. چين د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ او اقتصادي او تجارتي نړیوالو همکاریو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. سربیره پردې چين د نوي ښاري کیدو پر لوري روان دی، دغه هيواد د سیمو لویې ستراتیژۍ پلې کوي، د ساینسي او ټیکنالوژیکي اختراعاتو ظرفیت پیاوړی کوي، د تولید د لوړ کیفیت پراختیا هڅوي، د کلیو د سمسورتیا او د کلیو او کرنې د عصري کېدو پر لوري نوي ګامونه پورته کوي او اوج ته د کاربن رسېدو او کاربن نیوټرالیزشن فعالې چارې ترسره کوي.

د نړۍ په مختلفو هيوادونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ حالات بیل او پېچلي دي او په پرمختیایي هېوادونو کې د واکسین کولو سرعت عموماً ورو روان دی، چې له امله یې د اقتصاد بیارغونه هم پڅه روانه ده. هیله بښونکی او ښه خبر دا دی، چې د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د مۍ په ۷مې نېټې، د چین د درمل جوړونې ګروپ د بیولوژیکي محصولاتو انسټیتيوټ یو ډول واکسین د اضطراري کارونې لپاره تايید کړ. دغه سازمان مخکې هم د لويديځو هيوادونو د کوويډـ۱۹ ضد ځينو واکسينونو ته د بېړنۍ کارونې اجازه ورکړې، خو دا لومړی ځل دی، چې داسې واکسين ته د بېړنۍ کارونې ته اجازه ورکوي، چې په لويديځو هيوادونو کې نه دی جوړ شوی. دغه واکسین به د مختلفو پرمختیایي هېوادونو لپاره د انتخاب نورې ډاډمنې ښې لارې پرانيزي، په نړۍ کې د واکسینونو د کښمت ستونزه به تر یوې اندازې پورې حل کړي او واکسین ته لاسرسی به اسان او اړوندې چارې به ګړندۍ کړي.

چین د افغانستان دوست ګاونډی او ستراتیژیک ملګری دی او د افغانستان سوله ایزې بیارغونې او اقتصادي او د خلکو د معیشت پرمختیا ته ژوره پاملرنه کوي او ګډون پکې لري. چین ژمنه کړې، چې افغانستان ته به د کوويډـ۱۹ ضد ۷ لکه ډوزه واکسین ورکړي او غواړي، چې د پرمختیايي او پرمختللو هیوادونو تر منځ "د معافیت خندق" له مینځه يوسي. د کوويډـ۱۹ په ښه کنټرول کېدو سره به، د چین لوی کورنی بازار او د مصرف لویه وړتیا د نړیوال اقتصاد لپاره د پرمختګ متحرکه قوه برابره کړي. چین به د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان په ګډون د « د يو کمربند او يوې لارې» په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره همکارۍ پیاوړې کړي او له يادې ناروغۍ څخه د خلاصون او د سوله ییزې پراختیا په ترلاسه کولو کې به خپل رول لوبوي.

Suggest to a friend:   
Print