Home > Embassy News
موږ په دردونو او غمونو پټۍ او ملهمونه ږدو---- افغانستان ته د چين ليږل شوي طبي مرستندويه توکي د پام وړ رول لرونکي دي
2020/04/13

په افغانستان کې د چين ولسي جمهوريت لوی سفير وانګ يو

په افغانستان کې مې تر اوسه د دندې ۵ مياشتې تېرې شوې دي په دې موده کې له ګڼ شمېر افغان دوستانو سره اشنا شوی يم او په دې لړ کې مې د افغانانو مهرباني او زيارکښي احساس کړې ده. چين او افغانستان د نيک ګاونډيتوب اړيکو درلودونکي پاتې شوي دي او په هر ډول ستونزمن وخت کې تل د يو بل تر څنګ ولاړ دي، له يو بل يې ملاتړ کړي او د اړتيا په وخت کې مرسته کړې ده. د کوويد—۱۹ پر وړاندې د چين او افغانستان ګډه مبارزه په دې لړ کې زموږ دوه دوستو ولسونو او هيوادونو يوه نوې او ښه بېلګه ده.

زما په ياد دي هغه وخت چې کوويد—۱۹ ويروس په چين کې د سخت خپرېدلو په حال کې و او زموږ پر وړاندې زياتې ستونزې وې، زيات شمېر افغان ملګرو چين ته د مرستې لاسونه ورکړي وو. ولسمشر اشرف غني او د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش په شمول د افغانستان مشرانو، د افغانستان — چين دوستۍ ټولنې او د ورېښمو لار څېړنيز مرکز په شمول څو سازمانونو تر خپلې وسې او بېلابېلو لارو چارو د ويروس پر وړاندې چيني مبارزې ته خپله پاملرنه کوله او ور څخه يې ملاتړ څرګند کړی دی. د يادونې وړ دا ده چې څو تنو افغان ملګرو چې په چين کې يې زده کړې کړې وې، د ژمي په سختو واورينو ورځو کې او د ترهګريزو بريدونو ګواښونو په حال کې په ۳ ښارونو کې ګرځېدلي وو او څه باندې ۵۰۰ درملتونونو څخه د ۲۰ زره ماسکونو په اخيستلو توانېدلي وو او د چيني سفارت له لارې يې د اړتيا وړ چينايانو ته برابر کړي وو. دغه ارزښتناک ماسکونه په اخر کې د ډېرو ستونزو په ليرې کولو سره موږ د چين لياو نينګ ولايت دا ليان ښار ته ولېږدول او ورسول هغه چې د ويروس پر وړاندې ځايي مبارزه کې يې ډېر مهم ځای درلودلی دی. يو بل افغان ملګری د مالي بسپنې په موخه له چين افغانستان ته راغلی و او په ووهان ښار کې يو بل پاتې شوي افغان محصل د يو پرانيستي پيغام په خپرولو سره څرګنده کړې وه چې له ويروس سره د مبارزې لپاره به د چينايانو تر څنګ ټينګ ولاړ وي. د افغانانو همدا صميميت او دوستي به زموږ تل په ياد وي.

د تېرې فبرورۍ په پای کې په افغانستان کې د کوويد—۱۹ لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه او له مارچ راهيسې پر دغه ويروس د اخته کسانو شمېر ګام په ګام زيات شوی دی. چين د افغانستان وضعيت ته زياته پاملرنه کوي او د هېواد په دننه کې د ويروس د مخنيوي او کنټرول تر څنګ يې افغانستان ته تر خپلې وسې پورې اړوندې مرستې برابرې کړې دي او ملاتړ يې ورڅخه کړی دی. د چين طبي او روغتيايي کارپوهانو د مارچ په ۲۰مه نېټه د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له ډاکټرانو سره د ۴ ساعتونو لپاره ويډيويي غونډه جوړه کړه او له افغان ملګرو سره يې د چين اړوندې تجربې شريکې کړې.

د چيني سفارت او د هېواد په دننه کې د اړوندو حکومتي څانګو په کوښښونو سره يوه ځانګړې الوتکه د اپريل په لومړۍ نېټه د چين له شينجيانګ څخه د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شوه. دغې الوتکې ماسکونه، د ډاکټرانو ځان ساتنې جامې، طبي ازمايښتي کيټونه، تنفسي ماشينونه، د بلغم لېرې کولو د سږو پاک ساتلو ماشينونه او د اکسيجن ماشينونو په شمول ۴.۵ ټنه ډول ډول طبي توکي او ماشين الات ورسول. د ولسمشر دوهم مرستيال ښاغلي سرور دانش له ما سره په هوايي ډګر کې د افغانستان د بهرنيو چارو، عامې روغتيا، دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته د يادو توکو د سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی و. ښاغلي سرور دانش په خوښۍ سره ما ته وويل چې له دغو مرستندويه توکو څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروڼو په شان رښتينې دوستي ښکاري. د افغانستان زياتو خبري رسنيو پر يادو مراسمو راپورتاژونه وړاندې کړي او په دې اړه يې زيات رپوټونه يا خبرونه خپاره کړي دي.

چين د زياتو ستونزو په ليرې کولو سره افغانستان ته ياد مرستندويه توکي برابر کړي دي. لومړی، که څه هم د چين په دننه کې د ويروس پر وړاندې مبارزه په کاميابۍ پر مخ تللې ده، خو لا هم له سترو فشارونو سره مخامخ يو او چين لا هم زيات شمېر طبي توکو ته اړتيا لري. دوهم، بهر ته د افغانستان ټولې الوتنې او ځمکنی ترانسپورټ بند شوی دی. نو ځکه د چين سفارت د مارچ په پيل کې د عامې روغتيا له وزارت سره د زياتو او نژدې تماسونو نيول پيل کړل، د افغانستان په اړتياوو مو ځان ښه پوه او خبر کړ او د چين په دننه کې له اړوندو څانګو سره مو د طبي توکو د پيدا کولو او لېږدولو په اړه زياتې سلا مشورې وکړې. په اخر کې د چين نړيوالې همکارۍ ادارې، د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت، د شينجيانګ د توليد او ابادۍ يونټ، جېک ما خيريه صندوق او څو چيني تصديو په ګډو هڅو سره د اړتيا وړ طبي توکي برابرولو وتوانېدل چې زموږ د سفارت په همغږۍ سره د يوې ځانګړې الوتکې په وسيله کابل ته ولېږدول شول.

د دغه خبر په اورېدو ډېر خوشحاله شوم چې د چين د اړوندو طبي توکو یو برخه هرات ولايت ته لېږدول شوې او د ويروس د مخنيوي او کنټرول او د افغانانو د ژوند ژغورلو په دې حساس وخت کې مهمه ونډه او ځای لري. زياترو افغان ملګرو راته ويلي دي افغانان له ويروس سره د مبارزې په برخه کې د چين پر وخت له زياتو اغېزمنو مرستو څخه منندوی دي. اوس مهال چيني سفارت لا هم له چيني حکومت او اړوندو تصديو سره په تماس بوخت دی او هيله لرو چې د افغانستان لپاره د ويروس پر وړاندې د مبارزې لپاره لا زيات طبي توکي راغونډولو وتوانيږو او د لا زياتو افغانانو ژوند او روغتيا ساتنه کې برخه واخلو.

دا بې سارې پديده ده چې کوويد—۱۹ ويروس په ټوله نړۍ کې سخت او چټک د خپرېدو په حال کې دی. چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د اړوندې مفکورې په رڼا کې د خپلو خلکو د ژوند او روغتيا د ساتلو په عين وخت کې تر خپلې وسې پورې د ويروس پر وړاندې نړيوالې مبارزې لپاره هم خپل خدمتونه برابروي. رئيس شي جين پينګ له تېرو ۲مياشتو راهيسې د بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له څه باندې ۲۰ مشرانو سره تليفوني خبرې کړې. چيني حکومت د روغتيا نړيوال سازمان سره د ۲۰مليونه امريکايي ډالره بسپنې کړې او ۱۲۷هېوادونو او ۴ نړيوالو سازمانو لپاره يې د اړتيا وړ توکي برابر کړي او کوي يې، ۱۱هېوادونو ته يې ۱۳طبي ډلې لېږلې او له څه دپاسه ۱۵۰هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره يې د کارپوهانو ۷۰ ويډيويي ناستې جوړې کړې دي. د چين ځايي حکومتونو، تصديو او ملکي ډلو څه باندې ۱۰۰هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو سره د طبي توکو بسپنې کړې دي. د دې تر څنګ اړوندې چيني تصدۍ اوس بېلا بېلو هېوادونو ته د ويروس پر وړاندې د اړوندو توکو د برابرولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کوي. دا ټول کارونه د نړيوالې ټولنې لخوا ډېر ستايل شوي دي.

چين او افغانستان دواړه پرمختيايي هېوادونه دي چې تل يې يو د بل تر څنګ په سوله کې ژوند کړی او کوي يې او په ستونزمن وخت کې يې هميشه يو د بل ملاتړ او مرسته کړې او کوي يې. چين به له ويروس سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت او خلکو سره د خپلو همکاريو پياوړتيا ته دوام ورکړي، تر خپلې وسې پورې به زياتې مرستې برابرې کړي او خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي. ويروس له سرحدونو څخه اوړي او د مختلفو نژادونو او انسانانو په منځ کې خپرېږي. نو ټول نړيوال بايد لاسونه سره يو کړي، يو له بل سره دې په رښتينولۍ مرستې وکړي، د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه او اباده کړي او د انسانانو ښکلې اينده دې جوړه او سمسوره کړي.

Suggest to a friend:   
Print