Home > China News
د چين او افريقا همکاري، د چين او افغانستان د همکارۍ لپاره الهام کېدای شي
2018-09-19 14:36

د سپتمبر له درېيمې تر څلورمې نېټې پورې د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه په بريالۍ توګه سره ترسرشوه. رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه،په دغه غونډه کې د ۵۳ افريقايي هېوادونو مشرانو، د پلاويو مشرانو او د افريقايي ټولنې د کمېسيون رئيس ګډون وکړ او له غونډې وروسته يې د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک د لانږدې ټولنې د جوړولو په اړه د بېجينګ اعلاميه خپره کړه. دا په روان کال کې د چين لخوا جوړ شوی لومړی لوی ډيپلوماټيک فعاليت و چې نه يوازې د افريقايانو د تاييد چېغه يې ترلاسه کړې بلکې د هغوی زړونه يې هم ګټلي دي. دغې سرمشريزې غونډې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ نوې زمانه پرانيستې،د چين د ځانګړتيا لرونکې ډيپلوماسۍ نوې بڼه يې په ډاګه کړې او د افغان دوستانو پام او علاقه يې راجلب کړې ده.

دغه علاقه ډېره طبيعي ده، ځکه چې افريقايي هېوادونه او افغانستان ټول د چين ښه ملګري او دوستان دي، افريقايي هېوادونه، افغانستان او چين ټول پرمختيايي هېوادونه دي، په پخوا زمانو کې پر ټولو د بهرنيو هېوادونو لخوا استعمار او تېری شوی، ټول د سولې او پرمختګ رامنځ ته کېدو ګډې دندې لري، ټول د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو کې برخه اخلي او ټول د زورواکۍ غوښتنې، اجباري سياست، پروټېکشنيزم او يو اړخيزم په شمول له يو شمېر بې سارو ننګونو سره مخامخ دي. نو د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ هر قدم به د افغان ملګرو توجه راجلب کړي.

دغه سرمشريزه د نړۍ تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد او د ډېرو پرمختيايي هېوادونو لرونکې وچې ترمنځ تاريخي لاس ورکړه ده. له دې سرمشريزې څخه داسې لوی سيګنال ورکړل شوی چې پخوا، اوس يا راتلونکې هرڅومره چې د چين عمومي جي ډي پي او د هر تن په سر جي ډي پي زيات شي، چين به بيا هم خپل ځان پرمختيايي هېواد وبولي، پرمختيايي هېوادونو ته به د خپلې ډيپلوماسۍ بنسټيز مقام ورکړي او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د ګډ پرمختګ، يووالي او همکارۍ راوستل به خپلې دندې وبولي.

چينايان يو شمېر ښه دودونه او ښه نظرونه لري:

لومړی دا چې د يوې مڼې احسان په بدل کې بايد باغ ورکړی شي، افريقايي هېوادونه په ټينګه د چين له هغو هڅو څخه ملاتړ کوي چې د ملي حاکميت، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره ترسره کيږي او چين به دا هېر نه کړي چې افغانستان او نورو دوستوهېوادونو په ګډه په م م کې د چين شاملېدو ته موافقې رايې ورکړې. چين له افريقا سره د همکارۍ په بهير کې د ګټو اخيستلو ترڅنګ پر اخلاقي اصولو هم ټينګار کړی، لومړی اخلاقي اصول دي او دا وړانديزونه کوي چې زيات ورکړي او کم واخلي، لومړی يې ورکړي او وروسته يې واخلي او آن وړيا خدمات وړاندې کړي او په بدل کې يې هيڅ نه اخلي او چين د دې هرکلی کوي چې افريقا د چين د چټک پرمختګ له بېړۍ سره يوځای شي.

دويم، چينايان له نورو سره هغه ډول دوستۍ ته ډېر اهميت ورکوي چې د بې وزلۍ او ستونزو په تجربې کولو سره ټينګه شوې وي، دغه راز بې وزله کسان نه سپکوي، له افريقايانو سره يې تل نږدې اړيکې ساتلې، تل يې د افريقايانو درناوی کړی، مينه يې ورسره لرلې او ملاتړ يې ورڅخه کړی او کوي يې.

درېيم، چينايان پر نورو مشري کول نه خوښوي او په نړۍ کې د بلاک جوړولو سياست بيا رامنځته کول نه غواړي، نوځکه يې وړانديز وکړ چې په ګډه سره د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي. د ګډ برخليک ټولنه پوځي او سياسي اتحاد نه دی،غړي يې په بېلو کچو نه وېشل کېږي او موخه يې دا ده چې په ګډه سره مسئوليت پر غاړه واخلي،د ګډې همکارۍ له لارې ګډې ګټې ترلاسه کړي، نيکمرغۍ سره شريکې کړي، په ګډه سره خپل کلتور پراخ کړي، په ګډه سره امنيت وساتي او په همغږۍ سره ګډ ژوند وکړي.

څلورم ، چينايان په دې نظر دي، هغه شيان چې خپل ځان ته يې نه غواړي،د نورو لپاره يې هم نه غواړي، چين د افريقا اړوندو چارو کې پر" پنځو نه " ټينګار کوي، يعنې د مناسبو پرمختيايي لارو د موندلو په اړه د افريقايي هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي، د افريقا په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي،خپله اراده پر نورو نه تحميلوي، له افريقا سره د مرستې ترڅنګ هېڅ سياسي شرط نه وړاندې کوي او په افريقا کې له خپلو پانګونو څخه سياسي ګټې نه پورته کوي.

افريقايي هېوادونه په دې هکله ژور احساسات لري، په سرمشريزه غونډه کې ډېرو افريقايي استازو وويل چې چين تل د افريقا نظرونه اوري،ځان پرې پوهوي، ورڅخه ملاتړ کوي،په مساوي ډول ورسره سلوک کوي ، ورسره په ګډه پر عدالت ټينګار کوي او تر حده پورې دافريقا او پرمختيايي هېوادونو حقه حقونه ساتي چې دا په نړيوالو اړيکو کې له هغې غير مساوي پديدې سره ډېر توپير لري چې اوږد مهاله پاتې دي.

چين په بېجينګ سرمشريزه کې پرېکړه وکړه چې په راتلونکو څه باندې درېيو کلونو کې په افريقا کې”اته عمليات “پلي کړي،له دې جملې څخه يې ځيني د چين او افغانستان ترمنځ پيل شوي او ځيني به يې د چين او افغانستان ترمنځ د همکارۍ لپاره ښه تجربه برابره کړي.

ياد "اته عمليات" عبارت دي له : د چارو د هڅولو تدابير به پلي شي، چيني تصدۍ به وهڅوي چې په افريقا کې خپلې پانګونې پراخې کړي، په افريقا کې به يو لړ اقصادي او سوداګريزې همکاريزې سيمې جوړې او نوې کړي، زراعتي مرستندويه پروژې به ترسره کړي. تاسيساتو ته د لاسرسي او پېوستون په موخه به يو لړ پروژې ترسره کړي،د چين او افريقا ترمنځ زيات مستقيم پروازونه به پرانيزي. د سوداګرۍ د اسانولو لپاره به ګامونه پورته کړي، له افريقا څخه به زيات تجارتي توکي په تېره بيا له سرچينو پرته نور توکي وارد کړي او د چين او افريقا ترمنځ الکترونيکې سوداګريزې همکارۍ به پراخې کړي. په افريقا کې به د شين پرمختګ او ايکلوژيکي چاپيريال ساتنې په اړه مرستندويه پروژې پلې کړي، په عمده توګه د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې، سمندري همکارۍ، د ځمکو د شاړېدو او صحرايي کېدو د مخنيوي او د وحشي حيواناتو او نباتاتو د ساتنې په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي. په افريقا کې به د " لو بن ورکشاپ " په جوړولو سره افريقايي ځوانانو ته مسلکي روزنه برابره کړي، د چين او افريقا د کاروبار د جوړولو په اړه د همکارۍ مرکز تاسيس ته به ملاتړ برابر کړي، څو د ځوانانو د نوښت او کاروبار د وړتياوو له لوړولو سره مرسته وکړي او ۱۰۰۰ افريقايي کارپوهان به وروزي. د روغتيا ساتنې عملياتي پلان به عملي کړي، په د افريقا کې د ناروغيو د مخنيوي او کنترول مرکز ، د چين او افريقا د دوستۍ روغتون او څو نورو پروژو له بشپړولو سره به مرسته وکړي، د افريقا لپاره به زيات ډاکټران وروزي. د کلتوري تبادلې پروګرامونه به ترسره کړي، د چين او افريقا څېړنيز مرکز او د چين او افريقا د رسنيو همکارۍ شبکه به جوړه کړي. د چين او افريقا د سولې او امنيت د همکارۍ صندوق به تاسيس کړي، په دوامداره توګه به افريقايي ټولنې ته وړيا پوځي مرستې برابرې کړي، د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو ، د ټولنې د امنيت ساتلو، د م م د سولې ساتلو، د سمندري غلو او ترهګرۍ ضد مبارزو په شمول يو شمېر برخو کې به مرستندويه پروګرامونه عملي کړي.

ياد اته عمليات د چين او افريقايي هېوادونو ترمنځ له ژورو سلامشورو او د ستراتېژيو له شريکولو وروسته وټاکل شول، د افريقايي هېوادونو له واقعي وضعيت او بېړنيو اړتياوو سره سمون لري او د چين د وړتياوو په ساحه کې هم دي. دغه عمليات د خلکو له ژوند، بنسټونو، ځوانانو او عصري علمي تخنيکونو سره نږدې اړيکې لري او د خلکو د امنيت ، ګټې او هوساينې کچه به لوړه کړي، دا دې د چين او افغانستان ترمنځ د راتلونکو همکاريو لوری هم وګرځي.

د چاد ولسمشر ايدريس ډيبي له سرمشريزې غونډې وروسته داسې وويل، ما هېڅکله دا ډول سرمشريزه نه ده ليدلې چې پکې دومره زيات افريقايي مشران ګډون لري، په يوه غونډه کې برخه وال په خوشحالۍ سره راغونډېږي او د وروڼو او ملګرو غوندې بحثونه کوي ، دا د ستاينې وړ دي. له دې څخه څرګندېږي چې افريقايي هېوادونه پر رئيس شي جين پينګ باور لري ، پر چين باور لري، د افريقا او چين له اړيکو ډېرې هيلې لري او پرې پوره باور لري. هيله ده چې د چين د پرمختګ له تجربو څخه يې زده کړو او د چين د پانګونو او تخنيکونو هرکلی وکړو ، څو په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لاپسې ژورې شي. زه بارو لرم چې دا د دغې سرمشريزې په اړه د افغان دوستانو احساسات او له چين څخه د دوی هيلې دي.

Suggest to a friend:   
Print