Home > China News
هانکانګ له زورزياتي څخه په ډک ښار نشي بدلېدای
2019-08-26 09:17

په افغانستان کې د چین سفارت شارژدافر وانګ دا شوی

له يوې څه مودې راهيسې د يو شمېر بد نيتو بهرنيو ځواکونو په پارونې سره په هانکانګ کې د زورزياتي او تاوتریخوالي يو لړ سختې پېښې رامنځته شولې، هغه چې د مدني ټولنې له بنسټيزې کرښې څخه وتلې او د چين ملي حاکميت ته يې زیان رسولی دی. دغه راز هانکانګ چې د ازادۍ، ورخلاصون او قانوني ادارې له امله د ختيځې نړۍ د مرغلرې نوم لري، د زورزياتي له امله په رکود کې لوېدلی دی. د زورزياتي بندول او ټولنيزې ګډوډۍ پای ته رسول د هانکانګيانو یوه سخته او عمده غوښتنه ګرځېدلې ده. خو يو شمېر بهرني ځواکونه پر واقعيتونو خپلې سترګې پټوي، د هانکانګ او د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د هانکانګ حالاتو د ترينګلتیا په هڅه کې دي. د دوی دغه توطيه به حتماً ژر ناکامه شي.

د وروستيو ناوړو پېښو مستقيم لاملونه د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت لخوا د هغو تښتېدلو مجرمينو او د جنايي چارو په اړه د متقابلې مرستې قواعدو تعديلول دي. د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې يو هانکانګی چې کورنی نوم يې چن دی، په تايوان سيمه کې جرم ترسره کړ او خپله معشوقه یی ووژله او له جرم وروسته بېرته هانکانګ ته وتښتېدلو. تايوان ته د دغه مجرم د بېرته سپارلو او هلته ور باندې د محاکمې لپاره د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت د يادو دوو قاعدو تعديل وړاندې کړ. موخه يې دا ده چې د هانکانګ او د چين د نورو سيمو ترمنځ دېته ورته د نورو تښتېدلو مجرمينو د تسليمولو په اړه همکارۍ او په جنايي چارو کې متقابلې مرستې په يادو دوو قواعدو کې شاملې شي. دغه ډول ترتيبات کټ مټ د يو هېواد او دوو سياسي نظامونو تر چوکاټ لاندې عادي قانوني عملونه دي چې د هانکانګ پر عدلي خپلواکۍ باندې هېڅ اغېزه نه کوي. خو د يو شمېر بد نيتو کسانو او خبري رسنيو زياتې خورا خطرناکې خبرې جوړې او خپرې کړلې چې د سختې ټولنيزې ويرې سبب شوی دی. د ټولنيزې ارامۍ د ژر اعاده کولو په پاره د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت د جون په ۱۵مه نېټه د يادو دوو قانوني سندونو د تعديل د ځنډولو اعلان وکړ او اړوندې قانوني چارې هم له هغه وخته بندې شوې دي. د چين مرکزي حکومت له دې څخه ملاتړ، تفاهم او درناوی څرګند کړی دی.

له تېر جون راهيسې په هانکانګ کې يو شمېر مخالفينو او افراطګرو د سوله ييزې مظاهرې تر نوم لاندې په ډول ډول تندلارو فعاليتونو ته لاسونه واچول او د دوو قانوني سندونو له تعديل سره د مخالفت په پلمه يې رنګا رنګ ويجاړونکې کړنې تر سره کړې. دوی له يوې خوا د ازادۍ، ديموکراسۍ او قانوني ادارې نارې وهلې خو متأسفانه له بلې خوا يې خبريالان ووهل، سيلانيان يې یرغمل کړل، پر پوليسو يې بريدونه وکړل او د خپلو خولو ټول ارزښتناک شعارونه یی تر پښو لاندې کړی دي. ځينو کسانو په څرګند ډول د هانکانګ د خپلواکۍ نارې یی ووهلې، په هانکانګ کې د مرکزي حکومت پر ميشتو ارګانونو راچاپېره شول، د ملي بيرغونو، نښو او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د نښو سپکاوي يې وکړ. هېڅ يو هېواد دغه ډول زورګرو په وړاندې صبر نشي کولای. د هانکانګ پوليسو د ټولنيز امنيت د ساتلو په موخه تل تر ستر فشار لاندې پر خپلو دندو ټينګار کړی او کوي يې. تر اوسه پورې کابو ۲۰۰ تنه پوليس د زورګرو د مظاهرو په ترڅ کې ټپيان شوي چې حتی د يو پوليس يو ګوټه د يو زور چلوونکو لخوا پرې شوې ده. ځينې يې د سختو ټپونو له امله تر څه باندې ۵۰ ورځو وروسته لاهم روغ شوي نه دي. خو د لويديځو هېوادونو خبري رسنيو په رپوټونو کې داسې پوليس په منفي ځواکونو، خو زورچلوونکي چې له ترهګرو سره یی دومره توپير نه شته، ديموکراتيک سرتېري وبلل شول.

هانکانګ د چين ځمکې برخه ده. هېڅ يو بهرنی ځواک د هانکانګ پر چارو غير مسؤلانه تبصره يا خبره نشي کولای. د چين حکومت هېڅکله پر امريکايي حکومت نيوکه نه ده کړې چې د واټر سټريټ د اشغال غورځنګ يې وځاپه او د برېتانوي حکومت غندنه يې هم نه ده کړې چې په زور سره په لنډن کې له پېښې شوې ګډوډۍ سره یی مقابله کړې وه. خو ځينو هېوادونو د دوه ګونو معيارونو په چلولو سر ه د هانکانګ په چارو کې څرګنده او ژوره مداخله وکړه. د هانکانګ د غير قانوني مظاهره کوونکو په ډله کې دا هم کله کله ليدل شوي چې ځینې بهرني عناصر له تندلارو مظاهرچیانو په څنګ کې دي او سره خبرې کوي او د دوی لارښوونې يې کړې دي. په هانکانګ کې د مخالفينو مشرانو او د هانکانګ د خپلواکۍ غوښتونکي سازمان مشر په پټه له امريکايي ديپلوماتانو سره کتنې کړې او ور سره يې نژدې تماسونه ساتلي دي. د امريکا او برېتانيا حکومتونو په هانکانګ کې پر وروستي سخت زورزياتي خپلې سترګې پټې کړې او زورګرو ته يې د ازادۍ، ديموکراسۍ او بشري حقونو په شمول ښه نومونه ورکړي. ځينو نړيوالو خبري رسنيو ويلي چې په هانکانګ کې ټولنيزه ګډوډي د زرغون انقلاب (Color Revolution) پر بدلېدو تمايل درلودلی دی. له دې څخه څرګندېږي چې امريکايي حکومت په سوداګريزه جګړه کې د برياليتوب د نه موندلو په حال کې د چين تجزيه غوښتونکو ته لاس ورکړی او ورڅخه ملاتړ کوي. ځينو برېتانويانو ويلي چې هانکانګ ديموکراسۍ ته اړتيا لري، خو د برېتانيا تر تسلط لاندې د هغه وخت هانکانګيانو هېڅ ډول ديموکراتيک حقونه نه درلودل. په هانکانګ مسئله کې د امريکا او لويديځو هېوادونو دريځونه د چيني پرمختګ د مخنيوي موخه لري.

د چين حکومت به هېچا ته د هانکانګ د ګډوډۍ اجازه ور نه کړي. په هانکانګ کې هېڅ ځمکه په نورو هېوادونو پورې اړه لري. د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو ځواکونو په سختې مداخلې سره هېڅ يو هېواد به د چين په شان دومره صبر او زغم ونه کړي. خو دغه ډول صبر هم بنسټيزه کرښه او اندازه لري. په هانکانګ کې د زورزياتي سختې پېښې اصلي بڼه بدله شوې او اوس د زرغون انقلاب نوم ورکول کیږي. که داسې حالت دوام ولري، نو د هانکانګ پر عمومي نظم به منفي اغېزه وکړي، د هانکانګيانو د سر او مال امنيت به زیانونو سره مخ شی او د هانکانګ سمسورتيا اوثبات به خراب کړي، ان د يو هېواد او دوو سياسي نظامونو چوکاټ به هم ناکام شي. زياتره هانکانګيان، د چين حکومت او چينايان به له دې سره موافقه و نه کړي چې هانکانګ له زورزياتي څخه په يو ډک ښار بدل شي. د زورزياتي بندول، د ګډوډۍ پای ته رسول او د ټولنيز نظم اعاده کول د ننني هانکانګ لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده ده. هر ډول غير قانوني کړنو ته به قانوني او تاريخي سزا ورکول کیږي، هر هغه څه چې د يو هېواد او دوو سياسي نظامونو د اصولو او بنسټيزې کرښې پر ضد وي، قانوني صلاحيت تر پښو لاندې کوي، ټولنيز ثبات ويجاړوي او يا د ولسي وګړيو ګټو ته زيانونه رسوي. د چين حکومت به پر وخت د کافي برخورد لپاره قوي ځواکونه چمتو ولري او ژر په هانکانګ کې هر ډول زورزياتي پای ته ورسوي. خو موږ بايد ځينو هېوادونو ته ووايو چې د هانکانګ په چارو کې خپل تور لاسونه دې ژر ورټول کړي، ځکه چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې هیڅکله ښه پايله نه ده لرلې او دا په تاریخي واقعیتونو کې په اثبات رسیدلې ده او ډیر ژر به يو ځل بيا په اثبات ورسیږي.

Suggest to a friend:   
Print