Home > Embassy News
د اصلاحاتو او اقتصادي لارو د پرانيستلو د څلوېښتمې کليزې په وياړ، چين غواړي چې له افغانستان سره .
2019-01-16 03:04

د اصلاحاتو او اقتصادي لارو د پرانيستلو د څلوېښتمې کليزې په وياړ، چين غواړي چې له افغانستان سره په يوه نوي سفر کې ملګرتیا وکړي.

ليو جينسونګ، په افغانستان کې د چين سفير

زه په ۱۹۷۲ ز کال کې د چين په شینجیانګ اویغور کورواکه سیمه کې زېږيدلی يم. دغه سيمه د افغانستان له بدخشان سره ګډه پوله لري. زه چې ماشوم وم، ټوله کورنۍ مو يوه کوچنۍ خونه کې اوسېده. خواړه او جامې دواړه به د کوپون کارت له مخې را کول کېدل. له هره اړخه چې ورته وګورې، هغه وخت ژوند ډېر سخت و. په ۱۹۷۸ ز کال کې چې زه شپږ کلن وم، چين د اصلاحاتو لړۍ پيل کړه او اقتصادي لارې يې پرانيستې، وروسته بيا دا يو تاريخي مزل ثابت شو. په تېرو څلوېښتو کلونو کې د چين خلکو په پوره زړورتيا سره په غرونو کې لارې جوړې کړې، پر سيندونو يې پلونه ورغول، په سخت کار کولو سره يې «په انساني تاريخ کې تر ګردو ډېره جالبه معجزه» وکړه، چټک پرمختګ يې رښتيا کړ او ځانونه يې له يوه وروسته پاتې ملت څخه د نړۍ تر رهبرۍ ورسول. له هغه وخت راهيسې په چين کې خورا لوی بدلونونه راغلي دي او د پام وړ تاريخي لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي.

زما د هېواد اقتصاد چټک پرمختګ وکړ. په ۱۹۷۸ ز کال کې د چين د کورني ناخالص توليد کلنۍ کچه يوازې ۳۶۴،۵ ميليارده چينايي ين وه، خو په ۲۰۱۷ ز کال کې د چين د ناخالص کورني توليد کچه ۸۲،۷ ټريليون چينايي ين ته ورسېده. معنا دا چې د کورني ناخالص توليد کچه ۲۲۵ ځله زياته شوې او د کلني اقتصادي پرمختګ اندازه ۹،۵ سلنه ده. د بهرنۍ سوداګرۍ کچه له ۱۲،۳ ميليارده امريکايي ډالرو څخه څلور ټريليون ډالرو ته پورته شوې ده. له ډېرو کلونو راهيسې چين د نړۍ په اقتصادي پرمختګ کې ۳۰ سلنه ونډه لري. چين د نړۍ دويم لوی اقتصادي هېواد دی، د نړۍ تر ټولو لوی صنعتي هېواد دی، د توکو تر ټولو لوی سوداګريز هېواد دی او په نړۍ کې د بهرنيو اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی ساتونکی هېواد دی. چين په بريالي ډول د کم عايد لرونکو هېوادونو له ډلې د منځني عايد لرونکو هېوادونو پر لور ولاړ.

ولسواکي په چين کې بريالۍ ده. له دې ټينګ باور سره چې د دولت ټول ځواک په خلکو پورې تړلی دی، د چين حکومت د ټولو هغو حقونو درناوی کوي او د رسېدو لپاره اسانتياوې ورته رامنځته کوي چې اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو خلکو ته د شخصي، ملکيت او په سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند کې د ګډون لپاره ورکړي دي. موږ په چين کې د قانون د حاکميت ملاتړ کوو، بېلابېل سيسټمونه، قوانين او مقرارت جوړ شوي او ساتل شوي دي. د حساب ورکونې او څارنې مېکانيزمونه په پرله‌پسې ډول د قوانينو او د چين د کمونست ګوند د مقرراتو له لارې ځواکمن شوي دي، څو له اصلاحاتو او د اقتصادي لارو له پرانیستو څخه ساتنه وشي.

کلتور او فرهنګ غوړېدلي دي. د چين په لر او بر کې هم په لويو ښارونو کې او هم په کوچنيو ښارونو کې د سېلف سروېس کتابتونونه شته دي. د بهرنيو هنرمندانو ډلې چين ته راځي، دوی د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راځي او زموږ خلکو ته اوپراګانې، ارکسټرونه او نندارتونونه وړاندې کوي. له تېر کال راهيسې چين ته د افغانستان تاريخي او عتيقه اثار د نندراتونونو لپاره وړل شوي دي، ډېر خلک د دغو اثارو د ليدلو لپاره نندارتونونو ته ورځي او په ليدو يې خپله کلتوري پوهه بډايه کوي. چين په نړۍ کې د فلمونو لپاره تر ټولو لوی مارکيټ دی، په ۲۰۱۷ ز کال کې په چين کې ۹۷۰ فلمونه جوړ شوي وو، ۱،۶۲ ميليارده کسانو دا فلمونه کتلي وو او له دې لارې ۵۵،۹۱۱ میلیارده چينايي ين ترلاسه شوي وو.

د خلکو ژوند تر پخوا ډېر ښه شوی دی. پخوا به موږ يوازې د خېټې او جامو غم کاوه، خو اوس مو ژوند ډېر ښه شوی دی. پخوا زموږ غوښتنه ترلاسه کول وو او اوس مو غوښتنه کيفيت دی. دمګړۍ په چين کې تر ۱۰۰ ميليونه ډېر ښاريان د منځني اقتصاد درلودونکي دي. د ۲۰۱۸ ز کال په جولای کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر ۸۰۲ ميليونو تنو ته ورسېد، په دوی کې ۵۳۳ ميليونه تنه انلاين خريداري هم کوي. په ټولنه کې د بانکي نوټونو کارول ډېر کم شوي دي. ان تر دې چې د سرک پر سر که له پلورونکو څه اخلئ، نو د بانکي نوټونو ورکولو ته اړ نه ياست. تقريباً ټولې راکړې ورکړې د ځيرک ټليفون له لارې ترسره کېدای شي. خلک د راتلونکي په هکله ښايسته تمې لري او د راتلونکي په باب ډېر ډاډه دي چې ورځ تر بلې به ښه کېږي.

په نړيواله کچه د چين اغېز د هرې ورځې په تېرېدو سره ډېرېږي. نړيواله ټولنه په پوره شوق سره دا تمه لري چې چين د رهبرۍ رول ولوبوي، مخکې له چين څخه تمه دا وه چې نړيوالو مسووليتونو او دندو ته اوږه ورکړي، خو اوس تمه دا ده چې چين د نړۍ په نوي پرمختګ کې مخکښ رول ولوبوي. تمه دا ده چې چين به له خپلې پوهې څخه په نړيوال ثبات او سوکالۍ کې کار واخلي، هغو ستونزو ته به خپلې حللارې وړاندې کړي چې بشر ورسره مخ دی او د «يوه کمربند، يوې لارې» د پروژې غوندې به لا نور ډېر نړيوال عامه کارونه وکړي. همدارنګه تمه دا ده چې چين به له لا نورو ډېرو هېوادونو سره د دوه اړخيزو ګټو او «بريا-بريا» همکاريو او پرمختګ په برخه کې مخکښ رول ولوبوي.

چين په تېرو څلوېښتو کلونو کې د اصلاحاتو او اقتصادي دروازو له پرانيستلو ډېرې ارزښتناکې تجربې ترلاسه کړې. په دې برخه کې دا لاندې ډېرې د پام وړ دي.

لومړی- د يوه ځواکمن سياسي ګوند رهبري ډېره مهمه ده. چين يو سوسياليستي هېواد دی، د سوسيالېزم له يوې بنسټي ځانګړنې او چينايي ارزښتونو سره سم د چين د کمونيست ګوند رهبري ده. په تېرو څلوېښتو کلونو کې د کمونيست ګوند په مشرۍ لاندې هر ګام ښه پلان شوی، هر ګام په منظم ډول اخيستل شوی دی. د چين کمونيست ګوند په پر له‌پسې ډول د وخت له غوښتنو او د خلکو له ارادې سره سم په ګوند کې اصلاحات را وستلي دي. دغه ګوند زموږ د هېواد او ولس د پرمختګ پر وړاندې ټول ايډيولوژيکي او سازماني خنډونو د له منځه وړلو ډېر ښه مديريت کړی دی او د ښکاره پرمختګونو په برخه کې يې د خلکو او خپله د ګوند د غړيو توافق ترلاسه کړی دی.

دويم- د فکر ازادي او نظري نوښت ډېر مهم رول لوبوي. په چين کې که کوم لوی بدلون راځي، نو حکومت د ټولنې هره طبقه خلک هڅوي چې په دغه تړاو په بحثونو کې برخه واخلي. د دغو بحثونو په پايله کې ټولنيز توافق ترلاسه کېږي چې اصلاحات ورسره راځي او اقتصادي لارې ورسره پرانيستل کېږي. دا کار د اقتصادي پرمختګ او ټولنيزو بدلونونو لامل کېږي؛ نو د فکر ازادي د اصلاحاتو او اقتصادي لارو د پرانيستو لامل کېږي چې پايله يې اقتصادي پرمختګ کېږي. د وخت له غوښتنو سره سم د سوسيالېزم لپاره له چينايي ارزښتونو سره سم يو نظري سيسټم رامنځته شوی دی. د بېلګې په توګه، د « دنګ شیاو پینګ تيوري» د «دريو استازیتوبونو» مهمه مفکوره، د پرمختګ علمي ارزونه او د نوې زمانې لپاره د چین ځانګړی سوسیالیزم په اړه د شي جین پینګ مفکوره، د اصلاحاتو او اقتصادي دروازو د پرانيستلو د مختلفو پړاوونو عملي لارښود دی.

درېيم- د اصلاحاتو کارونه بايد انعطاف منونکي وي. په چين کې اصلاح په تدريجي ډول را منځته شوې ده. پر سيند داسې تېرېدل چې ډبرې يې حس کړې، د بېلګې په ډول، که د تېروتنې نښې نښانې وليدل شي، نو بايد پام ورته وشي او پر وخت يې چاره وشي. پيلوټ پروژې په هغو ځايونو کې ترسره کېږي چې شرايط ورته برابر وي، نو اصلاح کوونکي نوي مقررات پېژندلای شي، کاميابه تجربه ترلاسه کوي او بيا دغه ازمويل شوې لارې چارې عملي کوي. چين اقتصادي پلان جوړونې ته ډېر ارزښت او اهميت ورکوي، له اړونده قانوني او اداري اغېزو سره، بايد د حکومت په ټولو برخو کې عملي شي. د ملت ټول فعاليتونه، لکه د شطرنج د لوبې له دانو سره همغږي شوي دي چې د اصلاحاتو د مختلفو کارونو د تطبيق ډاډ ورکوي.

څلورم- د اصلاحاتو، پرمختګ او ثبات ترمنځ اړيکې بايد په سم ډول سنبال شي. د چين حکومت په دې برخه کې ځينې بنسټي باورونه لري، له اصلاحاتو سره پرمختګ رامنځته کوي او په اوږدمهال کې د ټېکاو لپاره بنسټ برابروي، د اصلاحاتو موخه پرمختګ کول دي چې ټېکاو تضمين کوي او د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره ټېکاو شرط دی. دغو خبرو ته په کتو د چين حکومت د اصلاحاتو د کچې، د پرمختګ د چټکتيا او د ټولنې د لاسرسي ترمنځ تعادل ساتلی دی او بيا یې پسې نور اصلاحات را وستلي دي او پرمختګ يې کړی چې د ټولنې ټېکاو يې هم ساتلی دی.

漏译一段

په چينايي او پښتو ژبو کې متل دی چې «پر يو ګل نه پسرلی کېږي.» چين او افغانستان له اوږدې مودې راهيسې سره ملګري، ګاونډيان او اوس سټراټېژيک همکاران دي. چينايان له زړه غواړي چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله راشي او دا هېواد د سوکالۍ مخ وويني. افغانستان د «اسيا په زړه» کې پروت دی، موقعيت يې جيوسټراټېژيک ارزښت لري او د طبيعي سرچينو له اړخه بډای هېواد دی. چين چې د اصلاحاتو او اقتصادي دروازو د پرانيستلو هڅې پراخوي، دواړو هېوادونو ته پکار ده چې د «يو کمربند، يوې لارې، یوې پروژې» په چوکاټ کې همکاري زياته کړي، دا به له افغانستان سره د کاري فرصتونو او صادراتو په ډېروالي کې مرسته وکړي، افغانستان ته به د يوه نړيوال چاپېريال په اسانولو کې مرسته وکړي او په افغانستان کې به د تګ راتګ (مواصلاتو) شرايط ورسره ښه شي.

Suggest to a friend:   
Print