Home > Embassy News
د خلکو د لګښتونو ډول او د ژوند کیفیت خورا ښه شوی دی
2019-01-16 03:07

د خلکو د لګښتونو ډول او د ژوند کیفیت خورا ښه شوی دی

په تېرو څلوېښت کلونو کې په چین کې د عایداتو د زیاتوالي ترڅنګ، د لګښت کچه او جوړښت هم خورا ښه شوې ده. پخوا به د ښارونو او کلیو اوسېدونکو ډېرې پیسې په خوړو او جامو لګولې. اوس پر خوندونو او تفريح هم لګښتونه کېږي.

لومړی- د ټولو لګښتونو (انګل ضریب) په نسبت د خوړو هغه په بېسارې توګه را کمه شوې ده.

په نړیواله کچه د خلکو د ژوند معیار د خوړو له لګښت نه معلومېده، ځکه دا د نورو لګښتونو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. د چین د اوسېدونکو د خوړو د لګښت کچه Engel coefficient په ۱۹۷۸ ز کال کې ۶۳،۹ سلنه وه، خو په ۲۰۱۷ ز کال کې بیا ۲۹،۳ سلنې ته را ښکته شوه چې د ۱۹۷۸ ز کال په پرتله ۳۴،۶ سلنه کموالی ښیي. دغه ضریب بیا د ښاریانو لپاره ۲۸،۶سلنه و چې د ۱۹۷۸ ز کال په پرتله ۲۸،۹ سلنه کمښت پکې راغلی و؛ ځکه هغه وخت ۵۷،۵ سلنه و. د کلیوالي سیمو د اوسېدونکو لپاره بیا دغه شمېره ۳۱،۲ سلنه وه او د ۱۹۷۸ ز کال پرتله ۳۶،۵ سلنه را کمه شوې وه؛ ځکه هغه وخت ۶۷،۷ سلنه وه.

د اصلاحاتو د پیل په لومړیو کلونو کې، چینایانو د خوړو واحد رژیم درلود او ډېر تمرکز به یې پر اصلي خوړو کاوه. اوس چينايان خپلو خوړو ته ډېر پام کوي او پر لومړنیو توکو یې د لګښت کچه خورا را کمه شوې ده. د غلې د لګښت کچه هم پکې را کمه شوې ده، ځکه په ۱۹۷۸ ز کال کې په ښارونو کې د سړي په سر د غلې دانې د لګښت کچه ۱۵۲ کیلوګرامه وه، خو په ۲۰۱۷ ز کال کې دا لګښت ۱۱۰ کیلوګرامه ته را ټيټ شو او په کلیوالي سیمو کې بیا له ۲۴۸ کیلوګرامه نه ۱۵۵ کیلوګرامه ته را ټيټ شو. له بل پلوه اوس هغوی له حیواني خوړو هم ګټه اخلي، لکه: غوښه، چرګان، هګۍ او لبنیات. په ۱۹۷۸ ز کال کې د چرګانو د غوښې لګښت په ښارونو کې د سړي په سر ۱،۰ کیلو و، په ۲۰۱۷ ز کال کې بیا ۹،۷ کیلوګرامه ته پورته شو او په کلیوالي سیمو کې له ۰،۳ کیلوګرامه څخه ۷،۹ کیلوګرامو ته پورته شو.

کله چې اصلاحات او د اقتصادي لارو پرانيستلو پاليسي پیل شوه، ډېرو کمو خلکو به له کور نه بهر خواړه خوړل. اوس ډېر خلک رسټورانټونو ته ځي او د پخوا په پرتله خورا ډېر لګښت کوي.

دویم- که د جامو په اړه ووایو، نو چينايي وګړي فېشني او تيارې جوړې شوې جامې خوښوي.

کله چې چین د اصلاحاتو او پرانيستو اقتصادي دروازو تګلاره پیل کړه، هغه وخت خلکو ډېرې ساده جامې اغوستلې او د ټولو موسمونو لپاره به یې هماغه یو ډول جامې وې چې یا به یې پخپله ځان ته جوړې کړې وې او یا به یې په درزي ګنډلې، خو اوس د ورځني موډ جامې اغوندي.

له هغه وخت راهيسې تر دې دمه درې بدلونونه را منځته شوي دي، پخوا به خلکو جامې یوازې د دې لپاره اغوستلې چې پکې تاوده وي، خو اوس یې د سټایل لپاره اغوندي او داسې جامې خوښوي چې پکې راحت وي. اوس هغه ورځې نه دي چې خلکو به یو جوړ جامې په ټولو موسمونو کې اغوستلې، اوس خلک د هر موسم لپاره جلا جلا جامې پېري. خلک اوس جامې نه ګنډي، بلکې تیارې جوړې شوې جامې پېري او اغوندي. چینایان اوس جامې د ګنډلو، ډیزاین او رنګ له مخې خوښوي. د ځانګړو کمپنیو جوړې نوموتې جامې پېرل کېږي او خلک پکې ځانګړي سټایلونه خوښوي. نو په دې ډول اوس د پخوا په پرتله د جامو په پيرلو خورا ډېرې پیسې لګول کېږي. په ۲۰۱۷ ز کال کې ښاري چینایانو په منځني ډول د جامو په پیرلو ۱۷۵۸ RMB ین مصرفول چې د ۱۹۷۸ ز کال په پرتله ۴۰،۶ چنده ډېروالی ښيي او کلیوالو چینایانو بیا په منځني ډول ۶۱۲ ین پر جامو لګول چې د ۱۹۷۸ ز کال په پرتله ۴۰،۵ چنده لوړوالی ښیي.

درېیم- د خلکو پایښتي مصرفونو کچه لوړه شوې ده.

په چین کې د اصلاحاتو او د اقتصاد دروازو پرانيستلو د پیل پر مهال د هغو کسانو لپاره چې نوی به یې واده کړی و، لاسي ساعتونه، سایکلونه او د جامو ګنډلو ماشینونه درې اړین توکي وو. په ۱۹۷۹ ز کال کې هرو سلو ښاري کورنیو په منځني ډول ۲۰۴ ساعتونه، ۱۱۳ سایکلونه او ۵۴،۳ د جامو ګنډلو ماشینونه لرل. هرو سلو کلیوالي کورنیو بیا ۲۷،۸ لاسي ساعتونه ۳۶،۲ سایکلونه او ۲۲،۶ د جامو ګنډلو ماشینونه لرل. هغه وخت ډېرو کمو کورنیو ټلویزیونونه لرل. په ۲۰۱۷ ز کال کې هرو سلو ښاري کورنیو ۲۳۵ ټلیفونونه، ۸۰،۸ شخصي کمپیوټرونه او ۳۷،۵ موټرونه لرل. په کلیوالي سیمو کې بیا هرو سلو کورنیو ۲۴۶ ګرځنده ټلیفونونه، ۲۹،۲ شخصي کمپیوټرونه او ۱۹،۳موټرونه لرل.

څلورم- د ژوند شرایط او کیفیت خورا ښه شوی دی.

د اصلاحاتو او د اقتصادي دروازو د پرانيستلو د پیل پر مهال، به ډېری چینایانو په ښارونو کې اپارتمانونه او کوټې په کرایه نیولې، ډېرو کمو هغو یې خپل شخصي کورونه لرل. په ۱۹۸۴ ز کال کې ۸۸،۲ سلنه ښاري کورنۍ په کرایي کورونو کې اوسیدې او یوازې ۹،۴ سلنه کورنۍ په خپلو شخصي کورونو کې اوسیدلې. له هغې را وروسته ډېری کورنیو خپلې غریبانه جونګړې او سر پناوې پرېښې او په ښکلو او رنګینو ودانیو او اپارتمانونو کې ژوند کوي. د ژوند شرایط خورا ښه شوي دي. په ۲۰۱۷ ز کال کې هر ښاري او کلیوال وګړي په کورنۍ کې د اوسېدو لپاره ساحه د ۱۹۷۸ ز کال په پرتله په جلا جلا توګه ۳۰،۲ او ۳۸،۶ متره مربع زیاته شوې وه .

پنځم- د ترانسپورټ، مخابراتو، فرهنګ او زده کړې په برخو کې د لګښت کچه لوړه شوې ده.

په چین کې د اصلاحاتو او د اقتصادي لارو د پرانيستلو د پیل پر مهال، په چین کې ټلیفونونه ډېر کم وو، خلکو به له یو بل سره د لیکونو له لارې اړیکې ټینګولې. همدا راز پر ترانسپورټ او مخابراتو یې لګښت هم کم کاوه. په ۲۰۱۷ ز کال کې په دغو دوو برخو کې د هر ښاري وګړي لګښت ۳۳۲۲ ین و او دا لګښت کال په کال ډېر شوی و، د ۱۹۷۹ ز کال راهیسی هر کال ۱۸،۰ سلنه لوړ شوی و او د دغه دواړو ونډه ۱۳،۶ سلنې ته ورسېده چې د ۱۹۷۸ ز کال په پرتله ۱۱،۹ سلنه لوړوالی پکې راغلی و. په ۲۰۱۷ ز کال کې پر ترانسپورټ او مخابراتو د کلیوالو وګړو د سړي سر لګښت بیا ۱۵۰۹ ین و، چې له ۱۹۸۶ ز کال راهیسې هر کال ۱۹،۲ سلنه لوړوالی ښیي.

کله چې په چین کې اصلاحات پیل او اعلان شول، هغه وخت په چین کې خلکو پر تفریح کم لګښت کاوه او ژوند د فرهنګ له پلوه هم ډېر نه و غوړېدلی. له هغې را وروسته خلکو پر زده کړه، فرهنګ او تفرېح ډېره پانګونه وکړه. په ۲۰۱۷ ز کال کې پر دغو دریو برخو کې د هر ښاري وګړي لګښت ۲۸۴۷ ین و چې د ۱۹۷۹ ز کال راهیسې ۱۳،۱ سلنه کلنی زیاتوالی ښیي. د کلیوالو وګړو لګښت بیا ۱۱۷۱ ین و او د ۱۹۸۶ ز کال راهیسې پکې ۱۵،۳ سلنه کلنی زیاتوالی راغلی.

شپږم- په ټوله کې روغتیایي خدمات تر پخوا ډېر ښه شوي دي.

کله چې اصلاحات او د اقتصادي دروازو د پرانيستلو پاليسي پیل شوه، هم په ښارونو او هم په لرې پرتو سیمو کې روغتیایي خدمات محدود وو. چیانیانو ته ډېر کم روغتیایي خدمات وړاندې کېدل، یوازې د بېړنیو ناروغانو درملنه کېدله، د عادي ناروغیو درملنې ته دومره پاملرنه نه وه. له هغې را وروسته روغتیا او درملنې ته پاملرنه ډېره شوه، روغتیایي خدمات ښه شول، اوس پکې خورا ښه روغتیایي خدمات وړاندې کېږي، د چین خلک خورا غوره او پراخو دولتي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري او دغه ډول په خپله هم پر روغتیا لګښت کوي. په ۲۰۱۷ ز کال کې په منځني ډول یوه ښاري وګړي پر روغتیا ۱۷۷۷ ین لګول او دغه اندازه د ۱۹۷۸ ز کال راهیسې هر کال ۱۶،۷ سلنه لوړه وه. د یوه کلیوال وګړي لګښت بیا په ۲۰۱۷ ز کال کې په منځني ډول ۱۰۵۹ ین و چې د ۱۹۸۶ ز کال راهیسې هر کال ۱۶،۷ سلنه لوړ و.

تاریخ ته بیا کتنه پر خپل ځان د چینایانو اعتماد ډېروي. که را تلونکي ته ګورو؛ چین سخته دنده په مخ کې لري. د ولسمشر شي جین پینګ په مشرۍ به چین د عوایدو لا ډېرې سرچینې ومومي او د خلکو د پرمختګ لپاره به لا ډېر ډېر کارونه ترسره شي، په پایله کې به د خلکو د ژوند له لا ښه کولو سره مرسته وشي، یوه ارامه ټولنه به را منځته شي او د پېړۍ لپاره خپلې دوې موخې به رښتيا کړي.

Suggest to a friend:   
Print