Home > Embassy News
د اصلاحاتو څلوېښت کاله او د بېوزلۍ را کمول
2019-01-16 03:08

د اصلاحاتو څلوېښت کاله او د بېوزلۍ را کمول

جيم يونګ کيم- د نړيوال بانک د ډلې رييس

۱. پېژندنه

سهار مو په‌خير! دا ما ته ډېر د وياړ او خوشالۍ خبره ده چې په دې نمانځغونډه کې ګډون کوم.

په ډسمبر کې به له هغه مهاله څلوېښت کاله پوره شي چې « دنګ شیاو پینګ» په چين کې د اصلاحاتو لړۍ پيل کړه او اقتصادي دروازې يې پرانيستې. ده هغه مهال په خپله وينا کې وويل: «سرونه ازاد کړئ، په واقعيتونو کې حقيقت پيدا کړئ او د راتلونکي په اړه ټول يو موټی شئ.»

له دې وينا سره په چين کې د اصلاحاتو لړۍ پيل شوه او په تېرو څلوېښتو کلونو کې يې چين دغه ځای ته را ورساوه چې اوسمهال دی. اوس چين د نړۍ دويم اقتصادي ځواک دی او د هغو کمو هېوادونو په ډله کې راځي چې ډېر ژر به له کم عايد لرونکو هېوادونو څخه د ډېر عايد لرونکو هېوادونو په کتار کې ودرېږي.

په تېرو څلورو لسيزو کې په دغه هېواد کې تر ۸۰۰ ميليونه ډېر انسانان له بېوزلۍ خلاص شوي دي. په ۱۹۷۸ ز کال کې د نړۍ په اقتصاد کې د چين ونډه ۱،۵سلنه وه، خو اوس دغه کچه ۲۵ سلنې ته پورته شوې ده. همدارنګه د ۱۹۷۸ ز کال په پرتله د سړي سر کلنی عايد کچه ۱۵ ځله زيات شوې ده. هغه مهال د سړي سر کلني عايد کچه ۳۰۰ ډالر وه، خو په ۲۰۱۷ ز کال کې دا کچه ۷،۳۰۰ ډالرو ته پورته شوه.

چين اوس له شديدې بېوزلۍ سره پوره واټن لري. دغه څلوېښتمه کليزه ډېر مناسب وخت دی چې د چين پر اصلاحاتو، پرانيستو اقتصادي دروازو او د بېوزلۍ په ختمولو کې يې تاريخ وکتل شي.

لومړی- موږ ته پکار ده چې د چين پر دغه مزل ځانونه پوه کړو او تاريخ يې سم وګورو.

دويم- موږ بايد د چين پخواني اصلاحات وپېژنو، ځکه دغه اصلاحات د راتلونکو اصلاحاتو لپاره اړين دي.

درېيم- ډېری هېوادونه چين ته د پرمختګ د يوې نمونې په سترګه ګوري؛ نو د چين پر اصلاحاتو پوهېدل نورې نړۍ ته هم مهم دي.

د ۲۰۱۷ ز کال په اکټوبر کې چې د ګوند د نوولسم ملي کانګرس وشو، چين ځان د داسې يو نمونه او مثال خلکو ته وړاندې کړ چې بايد تقليد يې وشي. د ولسمشر شي جين پينګ وينا وښوده چې چين له پخوانيو ارمانونو را وتلی دی. ده په خپله وينا کې وويل: «چينايي ماډل نورو هېوادونو او ملتونو ته يوه نوې لار وړاندې کوي چې غواړي چټک پرمختګ وکړي او په ورته وخت کې خپله خپلواکي هم وساتي. دغه ماډل همدارنګه د هغو ستونزو د حل لپاره چې بشر ورسره لاس او ګرېوان دی، چينايي پوهه او چينايي کړنلاره وړاندې کوي.»

چين څنګه د بېوزلۍ په را کمولو کې بريا ترلاسه کړه؟ په دې کې دوې خبرې مهمې دي:

لومړی- د چين د اصلاحاتو او د اقتصادي دروازو د پرانيستلو پروګرام چې دغه پروګرام د چټکې ودې او پرمختګ بنسټ شو او خلکو ته يې دا اجازه ورکړه چې ځانونه له بېوزلۍ خلاص کړي.

دويم- د اصلاحاتو په ټول دوران کې د بېوزلۍ را کمولو لپاره متمرکزې او پر له‌پسې هڅې وشوې.

۲. اصلاحات او ور خلاصون

د بېوزلۍ په را کمولو کې د چين د بريا ډېره برخه په هغه اقتصادي ودې پورې تړلې ده چې د اصلاحاتو زېږنده وه. په دغو اصلاحاتو کې پر هغو لارښوونو عمل وشو چې اکثريت اقتصاد پوهان يې وړانديز کوي. د سوداګرۍ لپاره د دروازو پرانيستل، بهرنۍ پانګونې او د اقتصادي ادارې په اړه نوې مفکورې او نظريې.

په تدريج سره د بيو ټاکلو ته ازادي ورکول، په مالکيت کې تنوع او خصوصي سکتور ته د غوړېدلو لپاره د اجازې ورکول.

د ملکيت د حقوقو ځواکمنول او د زيربناوو او بشري سرچينو په برخو کې پانګونه.

که يوازې له دې اړخه ورته وکتل شي، نو د چين د تجربې مهم درسونه به پاتې شي. د دغه هېواد پراقتصادي نظام تدريجي، پر تجربې ولاړ او نامرکزي اصلاحات (په تېره بيا د اصلاحاتو په لومړيو ورځو کې)، د ختيځې اروپا او پخواني شوروي اتحاد له «ناڅاپي چارې» سره ښکاره توپير درلود. په چين کې د اقتصادي اصلاحاتو موډ داسې و «چې له سينده داسې تېر شه چې د سيند کاڼي حس کړې.»

د بېوزلۍ د را کمولو لپاره د چين سټراټېژي

له هغه مهاله چې په چين کې اصلاحات پيل او اقتصادي دروازې پرانيستل شوې، نو «د پرمختګ له لارې د بېوزلۍ راکمول» د چين د پرمختګ د سياستونو سرټکی شو. د بېوزلۍ د راکمولو لپاره د چين هڅې موږ ته ځينې مهم درسونه را زده کوي:

لومړی- له هماغه پيله د حکومت جګپوړو چارواکو د بېوزلۍ د راکمولو له هڅو کلک سياسي ملاتړ وکړ. د سياسي ملاتړ دا لړۍ پخواني ولسمشر « دنګ شیاو پینګ » پيل کړه. په وروستيو کې ولسمشر «شي جين پينګ» وويل چې له «دريو اصلي موخو» څخه يوه يې په بشپړ ډول د بېوزلۍ له منځه وړل دي. له دې سره د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره سياسي ملاتړ لا پسې ډېر شو. دغه پياوړې رهبري د حکومت ټولو برخو ته دا سپارښتنه کوي چې د خپلو واکونو او مسووليتونو په ساحه کې د بېوزلۍ د را کمولو لپاره هڅې وکړي.

دويم- چين له بېوزلۍ سره مبارزې ته يوه اداره ځانګړې کړې ده. په چين کې په ملي کچه «د بېوزلۍ د را کمولو او پرمختګ لپاره مخکښه ډله» اداره او په محلي کچه «د وروسته پاتې سيمو د پرمختګ ادارې» د بېوزلۍ د را کمولو کلک ملاتړې دي. دغو ادارو له بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره پاليسۍ جوړې کړې دي او له محلي شرايطو سره يې سم دغه پلانونه عملي کړي.

«مخکښه ډله» د شلمې پېړۍ د وروستۍ لسيزې له لومړيو (هغه مهال چې موږ په لومړي ځل د بېوزلۍ ارزول پيل کړل) راهيسې له موږ سره همکاره ده. موږ او دغې ادارې د بېوزلۍ د را کمولو په ګڼو هغو پروګرامونو کې ګډ کار کړی دی چې مالي ملاتړ يې موږ کاوه. په دغو پروګرامونو کې يو يې هم د «لويس د غرنيو سيمو پروژه» وه.

درېيم- زياتره بېوزله خلک هم پخوا او هم اوس په کليوالي سيمو کې اوسېدل. له همدې لامله د بېوزلۍ د راکمولو لپاره د کرنې وده تر ټولو اغېزناکه لاره وه. د ۱۹۸۱ او ۲۰۱۷ ز کلونو ترمنځ چې هر کال د کلني ناخالص توليد په کچه کې يوه سلنه ډېروالی راغلی دی، نو بېوزلي ورسره ۰.۹۷ سلنه را ټيټه شوې ده.

څلورم- چين په ارادي ډول ډېرو بېوزلو او بېچاروو ته سرچينې په واک کې ورکړې. د چين د بېوزلۍ د را کمولو پروګرامونه په منځلاري ډول له « سان شي» پروګرام سره پيل شول؛ خو په ۱۹۹۰ يمو کلونو کې له «۷-۸» پلان سره دغه پروګرامونو ته ډېر ارزښت ورکړ او ډېرې سرچينې ورته ځانګړې شوې. د يوويشتمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې دا هڅې پر «متوازنه ټولنه» را ټولې شوې او له ۲۰۱۲ ز کال راهيسې دا پروګرام د «وروستی ميل» بلل کېږي چې پر بنسټ يې له ډېرو بېوزلو کسانو ملاتړ کوي څو خپل توليد او عوايد لوړ کړي.

د تېرو کلونو په اوږدو کې چين پر له‌پسې د خپلو دغو سياستونو پر اهدافو بيا کتنه کړې ده، په پيل کې يې دا هڅې د ټول هېواد په کچه وې، بيا يې «د لوېديځې برخې پرمختګ سټراټېژي» غوندې پراخو سيمه‌ييزو سياستونو ته مخه کړه، ورپسې يې بېوزله علاقه‌داريو، بيا کليو او په وروستي پړاو کې يې په بېوزله کورنيو کې د بېوزلۍ ختمولو ته مخه کړه. په تېرو پنځو کلونو کې «په دقيق ډول د بېوزلۍ تر هدف لاندې نيولو» حکومت د يوه ډيټابيس پر بنسټ په «وروستي ميل» پړاو کې د پاتې ۷۰ ميليونو بېوزلو کسانو ملاتړ کوي.

پنځم- مخ پر زياتېدونکې نا انډولتيا هم پاليسي جوړوونکو او هم ولس ته د اندېښنې خبره ده. په وروستيو کلونو کې د ټول نفوس څلوېښت سلنه خلکو تر اوسط پورته عايد ترلاسه کړی دی. تر ۲۰۱۲ زکال مخکې لسيزه کې د څلوېښت سلنه نفوس د کلني لګښت کچه ۸،۱ سلنې ته رسېدلې وه. دا نو تر ملي اوسط چې ۷،۹ سلنه دی، هم يو څه زيات دی.

وروستی درس دا دی چې چين د انساني پانګې رغولو ته ډېر پام وکړ. په ۱۹۷۹ ز کال کې پر لاتيني حروفو د چينايي تلفظ د څرګندولو طرحه پيل شوه چې زده کړې ورسره ډېرې ښې شوې. همدارنګه د کلونو په اوږدو کې د اصلاحاتو په چوکاټ کې د اجباري زده کړو له تدريجي پراختيا سره په کاريګره طبقه کې مساوات رامنځته کړل.

تر ۲۰۰۰ ز کال را وروسته د روغتيايي سيسټم چټک پرمختګ چين اوس د نړۍ د نوښتګرو ملتونو په کتار کې ودراوه. همدارنګه د يوويشتمې پېړۍ له پيل راهيسې روغتيايي بيمې چټک پرمختګ وکړ او اوس عملاً ټول وګړي د روغتيايي بيمې خاوندان دي او له ۲۰۰۹ ز کال راهيسې په روغتيايي خدمتونو کې اصلاحات د چينايي وګړو روغتيا ډېره ښه کړې ده.

موږ په وروستيو کې د انساني پانګې لومړی فهرست خپور کړ. په دغه فهرست کې هغه پانګونې ښوول شوې دي چې هېوادونه يې د خپلو خلکو د روغتيا او تعليم په برخه کې وکړي. په دغه ډلبندي کې چين ۴۶م ځای خپل کړی دی. دا د منځنۍ کچې عايد لرونکو هېوادونو کې تر ګردو لوړ ځای دی او «د اقتصادي همکاريو او پراختيا سازمان» غړيو هېوادونو کچې ته ډېر نږدې دی.

د نړيوال بانک ډلې او چين ملګرتيا

د نړيوال بانک ډله د اصلاحاتو په مزل کې د چين يو ژمن ملګری و. د دې ملګرتيا ډول پخواني ولسمشر دنګ شیاو پینګ ټاکلی و. ده چې په ۱۹۸۰ ز کال کې د نړيوال بانک له رييس «مک‌نارما» سره وکتل، ورته يې وويل:

«چين ژمن دی چې خپل اقتصاد ماډرن او پياوړی کړي. د نړيوال بانک په مرسته به چين خپلو موخو ته ژر او په اغېزناک ډول ورسېږي. که د نړيوال بانک مرسته نه وي، چين به بيا هم خپلو موخو ته ورسېږي؛ خو مزل به يې ورو وي.»

موږ په تېرو کلونو کې د چين د اقتصاد په اړه راپورونه خپاره کړي دي؛ لکه په ۱۹۸۱ ز کال کې «د سوسياليستي اقتصاد پرمختګ»، په ۱۹۸۴ ز کال کې د «اوږدمهال لپاره لرليدونه او لارې چارې»، په ۱۹۹۷ ز کال کې «چين په ۲۰۲۰ ز کال کې» او په ۲۰۱۴ ز کال کې «چين په ۲۰۳۰ ز کال کې». دغو راپورونو په چين کې د اصلاحاتو د مسير په تړاو پر بحثونو ډېر اغېز درلود او دا ځکه چې د نړيوال بانک کارکوونکو پر دغو راپورونو له خپلو چينايي سيالانو سره ګډ کار کړی و.

موږ همدارنګه د «بېوزلۍ ارزونې» درې ځلې وړاندې کړې دي. په دغو ارزونو کې موږ په چين کې د بېوزلۍ بدلېدونکی طبيعت ارزولی او هغه پاليسۍ او کړنلارې مو پکې وړانديز کړې دي چې له بېوزلۍ سره په ښه ډول مبارزه کولای شي.

همدارنګه د نړيوال بانک او چين ګډو پروګرامونه، لکه؛ «د سويل-لوېديځ د بېوزلۍ پروګرام»، «د لويس د غرنيو سيمو پروژه»، «د بېوزلو کليوالي ټولنو د پرمختګ پروژه» او « د ګوانګ شي د بېوزلۍ د ختمولو پروګرام» پايلو چين ته نوې لارې چارې او تخنيکونه ور وښوول چې چين د ټول هېواد په کچه وکارول. د بېلګې په ډول، د بېوزلۍ لپاره هغه کړنلارې چې څو سکتورونه پکې راټول شوي وي، د ژوند د چاپېريال ښه کول او د بېوزلۍ ختمول، د ټولنې ګډون او د بېوزلۍ د ختمولو د پروګرامونو لپاره د بودجې جوړول.

۵. د راتلونکي په اړه ليد

اوسمهالچین د لوړې کچې منځني عايد لرونکی هېواد دی او ژر به د لوړ عايد لرونکی هېواد شي؛ خو بيا هم د دغه هېواد عايد «د اقتصادي همکارۍ او پراختيا سازمان» د غړيو هېوادونو د اوسط ايله څلورمې برخې ته رسېږي. که څه هم هغه وختونه تېر شول چې د چين ناخالص کورني توليد د پرمختګ سلنه به تر لسو پورته وه؛ خو لا هم د پېړۍ لپاره خپلو دوو موخو ته د رسېدو لپاره چين بايد پياوړې وده وکړي.

د چټکې ودې ساتل چين ته ډېر سخت شوي، اوسمهال کليوالي سيمو کې کاريګر زيات شوي، داسې ښکارې چې پر يوې برخې پانګونه کول او د ټول اقتصاد ورسره ښه کېدل به را ولوېږي او د نفوس زياتوالی نور د پخوا غوندې ګټه نه وړاندې کوي. د چين د ودې او پرمختګ ډېره تکيه بايد د توليداتو پر زياتولو او د نوښتونو پر کولو وي.

د دغه نوي مسير لپاره لا نورو اصلاحاتو او د اقتصادي دروازو پرانيستلو ته اړتيا ده. له اصلاحاتو سره به اداري بنسټونه لا نور پياوړي شي چې د چين مختلط اقتصاد به ورسره له کاره نه لوېږي. همدارنګه د اقتصادي دروازو لا نور خلاصون به نه يوازې دا چې چين ته هغه بازارونه برابر کړي چې اړتيا ورته لري، بلکې چين ته به له خورا پرمختللو هېوادونو سره د راکړې ورکړې لپاره ټکنالوژي، مديريتي استعداد او نظريې هم ورکړې.

داسې ښکاري چې چين به د لسيزې په پای کې شديده بېوزلي ختمه کړي، خو چين چې څومره سوکاله وي، هغومره به ورسره د بېوزل په اړه نظر هم بدلېږي. نړيوال بانک د «د نړيولې بېوزلۍ لپاره کمېسيون» لارښوونې مني او اوسمهال په منظم ډول د چين لپاره د دوو نورو کرښو په کارولو سره د بېوزلۍ نرخونه وړاندې کوي.

د منځني عايد د ټيټې کچې په هېوادونو کې د بېوزلۍ معيار د ورځې ۳،۲۰ ډالره عايد دی. د چين د ټول نفوس اووه سلنه (۹۶ ميليونه وګړي) تر دغه معيار لاندې ژوند کوي.

د منځني عايد د لوړې کچې په هېوادونو کې د بېوزلۍ لپاره معيار د ورځې ۵،۵۰ ډالره دي. د چين ۲۷،۲ سلنه وګړي (۳۷۳ ميليونه تنه) تر دغه معيار لاندې ژوند کوي.

لکه څرنګه چې چين بدلېږي، دغسې به يې د نړيوال بانک له ډلې سره ملګرتيا هم بدلېږي. له اقتصادي پلوه چې چين څومره پياوړی کېږي، هغومره ورسره په نړيوال پرمختګ کې د دې هېواد ونډه زياتېږي. دغه هېواد د تودوخې بدلون په څېر مهمو کې مشرۍ ته اوږه ور کړې ده او په نړيوال ډګر کې د مخ پر ودې هېوادونو پياوړی غږ دی.

«د نړيوال پرمختګ اتحاديې» سره د چين راشه درشه ورځ تر بلې زياتېږي او همدارنګه دا هېواد په نويو پراختيايي بانکونو کې پانګونه کوي چې له دغو دواړو لارو څخه په مالي پرمختګ کې مخکښ رول لوبوي. همدارنګه دا هېواد د پرمختګ لپاره د پوهې د کارولو مهم تبليغ کوونکی دی. د دغه کار لپاره دا هېواد د «سويل-سويل» د زده کړې پروګرامونه وړاندې کوي او د پرمختګ په تړاو چين خپلې تجربې له نورو سره شريکوي.

نور هېوادونه چين ته د پوهې او تجربې د يوې سرچينې په سترګه ګوري. د نړيوال بانک ډله به د چين له مخ پر زياتېدونکي نړيوال پرمختګ څخه خپل ملاتړ ته دوام ور کړي. موږ به د مهمو نړيوالو مسلو په اړه همکارۍ ته دوام ورکړو او د چين د اصلاحاتو او د اقتصادي دروازو پرانيستلو له څلوېښت کلنې تجربې څخه به درس اخلو.

د چين په مرسته به موږ دا پوهه له خپلو ټولو مراجعينو سره شريکه کړو او د تېرو څلورو لسيزو د درسونو عملي کول به له نورو هېوادونو سره سوکالۍ ته په رسېدو کې ډېره مرسته وکړي. د بنسټ ډبرې به د تېرو تجربو پر ماڼۍ ږدو، خو راتلونکي ته به هم ګورو. موږ کولای شو په ګډه هر چاته دا فرصت ورکړو چې خپلو ارمانونو او هيلو ته ورسېږي او بالاخره د ځمکې له مخه د بېوزلۍ ټغر ټول کړو.

Suggest to a friend:   
Print