Home > Embassy News
د برېټانيا د مخکښو پوهنتونونو مشران د چين اصلاحاتو او اقتصادي دروازو د پرانيستلو «فوق العاده» لاسته راوړنو ته ښه راغلاست وايي
2019-01-16 03:07

د برېټانيا د مخکښو پوهنتونونو مشران د چين اصلاحاتو او اقتصادي دروازو د پرانيستلو «فوق العاده» لاسته راوړنو ته ښه راغلاست وايي.

د برېټانيا د معتبرو پوهنتونونو مشران پر دې باور دي چې له هغه وخت راهيسې چې څلوېښت کاله مخکې د چين پخواني رهبر « دنګ شیاو پینګ » اصلاحات پيل کړل او اقتصادي دروازې يې پرانيستلې، چين په «حيرانوونکي» او «فوق العاده» ډول پرمختګ کړی دی.

پرانيستې دروازې او راشه درشه

د کيمبريج پوهنتون رييس «سټېفن ټووپي» له سينهوا اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ويلي دي: «زه پر دې باور يم چې دا به هر څوک مني چې چين په تېرو څلوېښتو کلونو کې د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې خورا لوی پرمختګونه کړي دي او ۷۰۰ ميليونه خلک يې له بېوزلۍ را ويستلي دي. دا ډېره لويه لاسته راوړنه ده او د بشر په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کېږي.»

ټووپي وايي، د اصلاحاتو او اقتصادي دروازو د پرانيستلو له پاليسۍ سره چين له نورې نړۍ سره اړيکو ته غېږه پرانيستله.

ده وويل: «زما په اند، د نړۍ پر مخ د خپلو دروازو پرانيستل د دې لاسته راوړنې تر ټولو لويه برخه ده.»

د اکسفورډ پوهنتون رييسه «لوويس ريچارډسون» هم د نړۍ پر مخ د دروازو پرانيستل او له نړۍ سره د چین د راشه درشې د دغه اوږد مزل ستاينه کوي.

هغې، سينهوا اژانس ته وويل: «ډېره خوشاله يم چې چين اوس له نړۍ سره ډېره راشه درشه لري. زما تمه دا ده چې چين به دا کار پسې وغځوي... او زه فکر کوم چې نړۍ يې دومره بډايه کړې چې اوس بايد د چين په اړه لا ډېره وپوهېږي.»

پروفيسور ريچارډسون چې په هاروارډ پوهنتون کې يې نړيوالې اړيکې او نړيوال حقوق لوستي دي، وايي: «د شخړو د مخنيوي لپاره اړيکې او نړيوال پوهاوی تر ګردو غوره چاره ده».

هغه وايي: «له همدې لامله زه فکر کوم چې بهر ته د زده کړيالانو استول په اوږدمهال کې ډېرې مثبتې پايلې لري، هم برېټانوي زده‌کړيالان چين ته ځي او تر کومه چې موږ پوهېږو نو زيات شمېر چينايي زده کړيالان هم بهرنيو هېوادونو ته د زده کړې لپاره ځي. دغه زده کړيالان په بهرنيو هېوادونو کې ملګرتياوې جوړوي چې دغه ملګرتياوې به يې د ژوند تر وروستيو پورې پاتې وي او همدارنګه به د دواړو ټولنو ترمنځ سوداګريزې اړيکې هم جوړې شي.»

پوهنتونونه د چين او نړۍ ترمنځ اړيکې رغوي

«د لندن اېمپريال کالج» رييسې «اليس ګاسټ» سينهوا اژانس ته ويلي چې دا پر دې باوري ده چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د چين پرمختګ «يوه غټه خبره» ده.

ګاسټ وايي: «د چين له‌خوا د اقتصادي دروازو پرانيستل په تاريخ کې يو لوی بدلون دی.»

ګاسټ وايي، په تېرو څلوېښتو کلونو کې د چين د کورني اقتصاد ډېر پرمختګ او له نورو ملتونو سره د چين راشه درشه د داسې يو مزل بنسټ دی او لار يې ښيي چې هم به يې چين ته ګټه ورسېږي او هم نړۍ ته.

هغه وايي: «زما له انده چين به همداسې پرمختګ کوي، په تېره بيا که موږ اقتصادي دروازې همداسې پرانيستې پرېږدو او همکاري سره وکړو؛ ځکه زه فکر کوم چې د دغه ګډ کار کولو له هڅو سره به دا فرصتونه هم پيدا شي چې خلک سره يو ځای شي او لويو ستونزو ته د حل لپاره به نوې ټکنالوژي او حللارې پیداکړي... زه پر دې باور يم چې په راتلونکي کې دغسې همکاري ډېره مهمه ده.»

ګاسټ چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د چين او «د لندن اېمپريل کالج» ترمنځ راشه درشې ته ګوري، نو ډېر لوی بدلونونه او پرمختګونه ورته ښکاري.

+++++++

هغې وويل: «چين ته سفر ډېر اسانه شوی دی او له هغه همکارانو سره ګډ کار چې په انګليسي ژبه ډېر ښه غږېږي، په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا ډېر لوی بدلون دی.»

په بې ساري ډول د بېوزلۍ ختمول او په ژوند کې ډېر ښه پرمختګونه

د لندن د اقتصاد پوهنتون رييس، «ډېم مينوچي شافيک» وايي: «په تېرو څو لسيزو کې د چين اقتصاد ډېر ښه شوی دی.»

هغه ټينګار وکړ: «د بېوزلۍ د کچې را ټيټول ډېر غټ کار دی.»

د يونيورسټي کالج لندن (UCL) رييس مايکل ارتور له اوږدې مودې راهيسې له چين سره راشه درشه لري او د ده د شخصي تجربې ډېره برخه د اصلاحاتو او پرانيستو اقتصادي دروازو په دورې پورې تړلې ده.

ارتور سينهوا اژانس ته وويل: «ما دا هر څه په خپلو سترګو ليدلي، ز ه له ډېرو کلونو راهيسې چين ته ځم را ځم. په چين کې پرمختګونه، د ژوند بڼه او اوس چې په چين کومې زيربناوې شته، نو دا ډېره حيرانوونکې دې.»

دغه پوهنتون د بېجینګ او ټسينګ هوا پوهنتونونو غوندې له معتبرو پوهنتونونو سره اړيکې لري.

په چين کې د پوهنتونونو د سکتور پياوړي کول ارتور ليدلي دي، ټسينګ هوا او بېجینګ پوهنتونونو چې د يوويشتمې پېړۍ لپاره خپلې سټراټېژۍ جوړولې، نو «يونيورسټي کالج لندن» ورسره همکاري کړې ده.

ارتور وايي: «زما په اند د چين دغه غوره پوهنتونونه اوس د نړۍ په کچه له غوره پوهنتونونو څخه دي.»

دی زياتوي: «دغه پوهنتونونه ډېر ښه کار کوي، دوی دغه کار هغسې کوي لکه کوم چې دود دی. د نړۍ له لر او بر څخه تکړه کسان په خپلو پوهنتونونو کې د تدريس لپاره را ولي. په دغو تکړه کسانو هغه چينايي وګړي هم دي چې يو وخت يې په بهر کې کار کاوه او اوس بېرته چين ته راغلي دي.»

ارتور وايي: «ما د چين ښوونيزو او تحصيلي نظامونو وده، پراخېدل او پرمختګ ټول ليدلي دي. اوس د چينايي پوهنتونونو وړتياوې نړيوالې کچې ته رسېدلې دي او له څلوېښت کاله پخوا سره پوره پوره توپير لري.»

«زما په فکر په چينايي پوهنتونونو کې يوه بله خبره ډېره د پام وړ ده. کله چې چين ته لاړ شې، نو ډېره په زړه پورې او حيرانوونکې دا ده چې د چينايي ټولنې د ټولو وګړو ژوند ورځ تر بلې ښه کېږي.»

Suggest to a friend:   
Print