Home > Embassy News
چين له افغانستان سره د بشر ګډ برخليک ټولنه جوړوي او څواړخیزم فعال ساتي
2021-02-24 21:14

نړۍ اوسمهال له لویې وبا او سترو بدلونونو سره مخ ده. ټول بشر د سختې ساري ناروغۍ تر سیوري لاندې راغلی او د نړۍ اقتصاد هم له دوهم نړیوال جنګ وروسته له سختو کړکېچونو سره مخ او کمزوری شوی دی. یو اړخیزم، پروټیکشنیزم او تسلط شدت موندلی او د حکومتولۍ،

اعتماد، پرمختګ او سولې په برخو کې کسرونه مخ په ډېریدو دي. په نړۍ کې څه ناسم روان دي او موږ څه کلی شو؟ دا یوه داسې پوښتنه ده، چې نړيوال یې هم په اړه فکر کوي.

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د جنورۍ په 25مه نېټه، د ویډیو کنفرانس له لارې د نړیوال اقتصادي فورم "ډاووس اجنډا" ډیالوګ کې برخه واخیسته او " د څواړخیزم مشال دې د انسانیت د پرمختګ لار روښانه کړي" په عنوان یې یوه وینا وکړه. نوموړي د اوسني عصر پر وړاندې د څلورو لویو مسلو په تړاو هراړخيزې خبرې وکړې، د نړۍ د پرمختګ د کمزروتیا کلیدي ټکي يې په ګوته کړل، په متناسب ډول یې د څو اړخيز اصل ماهیت تشریح کړ او په نویو حالاتو کې يې د څو اړخيزم د ساتلو او عملي کولو لپاره لار روښانه کړه. نوموړي د څو اړخیزم د ساتلو او له نورو هیوادونو سره د ګډ کار او همکارۍ لپاره د چین هوډ څرګند کړ. هغه هغو لویو پوښتنو ته لکه د تاریخ په څلورلار کې څنګه لیدلوری کوو او څنګه کوو؟، ځوابونه ورکړل او د بشر د پرمختګ لپاره یی د چین پلان او ځواب برابر کړی دی چې د برخه والو لوړې ستاینې یی موندلې دي. د "کلیدي کال په پام کې نیسو او د ټولو خواوو باور بیا جوړوو" تر سرلیک لاندې ، "څو اړخیزم" په دې غونډه کې ډیر لیدل شوی دی. د څواړخیزم ساتلو او عملي کولو او د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د ابادولو په اړه د رئیس شي جین پینګ غوښتنو د نړیوالې ټولنې پراخې ستاینې ترلاسه کړې دي.

د څو اړخيز سياست ساتل او عملي کول د چين او افغانستان ترمنځ د همکارۍ اتفاق او سمت بدل شوی او ورځ تر بلې د غوړېدو په حال کې دی. چین پر نړیوال عدالت ټينګار کوي او د افغانستان د مسلې د حل په موخه له نړیوالې ټولنې سره يو ځای نه ستومانه کېدونکې هلې ځلې کوي، څو په دغه هيواد کې سوله او ثبات راشي. چين د افغانستان د سوله يیزې بیارغونې په درشل کې د یوناما د چارو ملاتړ کوي، د افغانستان مسلې په تړاو، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او امنیت شورا د یو شمیر پریکړو تصویب ته يې لار هواره کړه، د افغانستان مسئلې په اړه يې د امنیت شورا په بیلابیلو بحثونو کې فعاله برخه اخیستې او څو بیلا بیلو میکانیزمونو کې يې ګډون کړی دی. چين د " افغانانو په ملکیت او مشرۍ " د چارو ملاتړ او درناوی یې کوي. ولسمشر محمد اشرف غني پروسږکال د ملګرو ملتونو د 75مې عمومي اسمبلۍ په مباحثوي غونډه کې د څواړخیزم پر اهمیت ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې ملګري ملتونه باید د افغانستان پر وړاندې د شته مختلفو ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.

اوسمهال د افغانستان د سولې او پخلاینې پروسه یوه کلیدي پړاو ته رسیدلې ده. چین او افغانستان څنګه کولی شي، چې له څو اړخيزم ښه ګټه پورته کړي او له دې لارې څنګه کولی شي، چې د افغانستان مسله ژر حل کړي؟ زه فکر کوم، دلته د رئیس شي جین پینګ وینا ځانګړی او مهم اهمیت لري.

لومړی، مونږ بايد ورخلاصون او ټول شموليت وساتو.

رئیس شي جین پینګ په خپلو خبرو کې څو ځله پر دې تاکيد کړی، چې موږ باید د بشر د ګډ برخلیک مفکوره تعقیب کړو، د سولې، پرمختګ، مساوت، عدالت، ډيموکراسۍ او ازادۍ پر ګډ ارزښت بايد ټینګار وکړو او تر وسې پورې بايد د همکاریو نظام، مفکوره، ورخلاصون او تګلارې او شاملتیا پیاوړې کړو. چین د افغانستان د باوري ګاونډي په توګه د زړه له کومې غواړي، چې په افغانستان کې سوله، ثبات او بیارغونه رامنځته شي. چين له اوږدې مودې راهیسې د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې له افغانستان سره همکارۍ پیاوړې کړي او په وروستیو کلونو کې د افغانستان درېیم لوی سوداګریز همکار پاتې شوی دی. چین د چین - افغانستان - پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیز ډیالوګ په ګډون د سیمه ایزو همکاریو د ډګرونو له لارې کار اخلي، ترڅو د افغانستان ځانګړې جغرافیایي امتیاز په مؤثره توګه ولوبوي، خپلمنځي متقابل پیوستون او تګ راتګ پیاوړی کړي او د افغانستان اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او د خلکو معیشت ته وده ورکړي. چین به د روغتیا نړیوال سازمان په غوښتنه، د کوویډ-۱۹ ضد لس ميلیونه واکسینونه برابر کړي او په عمده توګه به د افغانستان په شمول د مخ پر ودې هیوادونو عاجلې اړتیاوې پوره کړي. چین په لوړې سویې ورخلاصون پرمخبيايي او د کورني دوران په محور، د کورني او بهرني دواړو دورانونو نوی انکشافي حالات جوړوي. چين غواړي له افغانستان سره یو ځای په لوړ کیفیت " یو کمربند او یوه لار" جوړه کړي او د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ کچه لوړه او د افغانستان اقتصاد او د خلکو ژوند وهڅوي.

دوهم، مونږ بايد پر مشورو او همکاريو ټینګار وکړو.

رئیس شي جین پینګ خپلو خبرو کې څو ځلې دې ته اشاره کړې، چې موږ باید د سړې جګړې ذهنیت او د صفر سام (zero sum) زاړه مفهومونه پریږدو، متقابل درناوي او متقابل تفاهم ته بايد غاړه کیږدو، د ستراتیژیکو اړیکو له لارې سیاسي متقابل اعتماد ته بايد وده ورکړو او د متقابلو او ګډو ګټو همکارۍ بايد تعقیب کړو. چين د افغانستان د سولې او پخلاینې پروسې په برخه کې د دغه هيواد له ټولو ګوندونو او ډلو څخه غوښتنه کړې، چې د خپل هېواد ملي ګټې په نظر کې وساتي او د بین الافغاني خبرو اترو له لارې دې داسې ټولشموله سیاسي چوکاټ رامنځ کړي، چې د افغانستان ټول ګوندونه، ملیتونه او مذهبي ډلې پکې ځان وویني. چین به د افغانستان د مخلص ملګري په توګه د تل په شان د دغه هيواد د سولې او پخلاینې پروسې ملاتړ کوونکی، منځګړی او تسهیل کوونکی پاتې شي او له نړیوالې ټولنې او سیمه یزو هېوادونو څخه هم غواړي، چې مساوات او عدالت تعقیب او په ګډه د افغانستان له سوله ییزې بیارغونې څخه ملاتړ وکړي او اړوند څو اړخیز میکانیزمونه باید د دې لپاره مثبت رول ولوبوي.

درېیم، له وخت سره سم بايد پرمختګ کوو.

رئیس شي جین پینګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې، چې نړۍ د ستر بدلون په حال کې ده، چې نه یوازې د لوی پرمختګ بلکې د لویو اصلاحاتو دوره ده. مونږ بايد راتلونکي ته په کتو د ۲۱مې پيړۍ څو اړخیزم پر سمه لار بوځو او نوښت وکړو، د نړیوالو ننګونو پر وړاندې بايد مقابله وکړو او د پراخو مشورو او موافقو پر اساس بايد د نړیوالې حکومتولۍ سیستم اصلاح او بشپړ کړو. ترهګري د بشریت ګډ دښمن دی، چین او افغانستان د تروریزم قربانیان او په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي. د "ختیځ ترکستان غورځنګ" په ګډون نړیوالې ترهګرې ډلې د دواړو هیوادونو پر وړاندې ګډ ګواښ دی. چین د تروریزم له هر ډول سره مخالفت کوي او له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د تروریزم پرضد بیړنۍ او اصلي مسئلې باید ټولې حل او نړیوالې همکارۍ دې پیاوړې کړي. چین پر دې اند دی، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د امنیتي ظرفیتونو د لوړولو لپاره کلکه همغږي ولري او په دوامداره توګه بايد د تروریزم پر وړاندې د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړې کړي. چین له بهرنيو ځواکونو څخه غواړي، چې له افغانستان څخه په منظمه او مسؤلانه ډول ووځي، د تروریستي ډلو د بیا پورته کیدو مخه بايد ونیسي او په افغانستان کې بايد وضعیت ته په کتو پرېکړې وکړي. چين په ټينګ هوډ دا غوښتنه کوي، چې افغانستان بايد د لوبو ډګر ونه ګرځي او په دغه هېواد کې د نورو هېوادونو پرضد د "نوې سړې جګړې" او پراکسي جګړې سره ټینګ مخالفت کوي. چین چمتو دی، چې د افغانستان په ګډون له نړیوالې ټولنې سره د ترهګرۍ پرضد همکارۍ ژورې کړي او په ګډه په افغانستان او سیمه کې سوله او ثبات ټینګ کړي.

"چين مکلف دی، هغه څه ښه ترسره کړي، چې د ټول بشریت لپاره ګټور وي." د رئیس شي جین پینګ دغو درنو خبرو نړۍ ته د چین جدي ژمنې او د لوی هېواد مسئولیت ښکاره کړی دی. چین به د تل په څېر، په ټینګ عزم او ارادې څواړخیزم وساتي او عملي به یې کړي، د ګډو ګټو پر اساس به د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره یو ځای پرمختګ وکړي، د بدلون په حال کې به نړۍ ته باور ورکړي او د تاریخ په کلیدي نقطه کې به د افغانستان لپاره لازیات ابادوونکی رول ولوبوي.

Suggest to a friend:   
Print